IQNA

12:17 - June 25, 2025
د خبر لمبر: 3491316

په کربلا معلی کې د محرم دمیاشتې ځانګړي امنیتی پلان اعلان شو

ایکنا – د عراق د کربلا ګورنر  په دغه ولایت کې  د محرم الحرام د میاشتې د ځانګړي امنیتی پلان جزیات اعلان  او ټينګار وکړ، چې دغه پلان  له قاطیَعیت او نرمښته برخمن او له اطلاعاتی فعالیتونو سره یو ځاي دی.

په کربلا معلی کې د محرم دمیاشتې ځانګړي امنیتی پلان اعلان شو

ایکنانیوز دعراق واع رسمي خبری آژانس له قوله راپور راکړد کربلا والی نصیف الخطابی د محرم د میاشتې د ځانګړی امنیتی پلان جزیات  اعلان کړل او ټينګار  ئې وکړ، دغه پلان له قاطیعیَت او نرمښته برخمن دی او  له اطلاعاتی فعالیتونو سره یو ځای دی  او د زیارتوالو د آسانتیاؤ او دامنیت د ټينګولو لپاره بشپړ تیارسۍ نیول شوی دی.

الخطابی  په دغه خبری کنفرانس کې  ووئیل، د محرم میاشتې په تیره بیا له لومړي محرمه تر لسم محرم پورې  او د محرم تر دیارلسمې نیټې پورې ځانګړی پلان  د کربلا ولایتي شورا په غونډې کې ارزول شوی دی.

د الخطابی په وینا  دغه پلان اصولا د کربلا ولایت د پولیسو او امنیتی ځواکونو باندې تکیه کوي او  الحشد الشعبی  او پوځي ځواک هم په دې زمینې کې فعال دی .

دکربلا د والی پهوینا ، دغه امنیتی پلان  د اجرا لپاره تیار دی او د محرم د میاشتې له پيله  به اجرائي فیز ته وارد شي.

https://iqna.ir/fa/news/4290734

captcha