IQNA

د هند په ممبئي کې د لاوډ سپيکر له لارې په اذان کولو بندیز ولګید

13:25 - July 03, 2025
د خبر لمبر: 3491359
ایکنا - د هندوستان د ممبئ د پولیسو مشر ديون بهارتي هندي رسنيو ته ويلي چې په ممبئي کې له مذهبي ځايونو څخه لاوډ سپيکرونه  ليرې کړای شوي او اوس دا ښار له  لاوډ سپيکرونو  پاک دی.

ديون بهارتي زياته کړې چې مونږ د ښار له ټولو مذهبي ځايونو څخه  کابو  ۱,۵۰۰ لاوډ سپيکرونه ليرې کړي او پوليس به ډاډ تر لاسه کړي، چې دا ډول لاوډ سپيکرونه بيا ونه لګول شي.

هغه ويلي چې   پر لاوډ سپيکرونو له بنديز وروسته به اوس يوازې د مذهبي جشنونو پر مهال د لاوډ سپيکرونو کارولو لپاره موقتي اجازه ورکول کېږي

د یادونې وړده، چې دا اقدام د روان کال په جنوری کې د بمبئي ستری محکمې د حکم پر اساس شوی دی.

داپه داسې حال کې دي چې د نریندرا مودي په افراط هندواتا  حکومت په دوران کې پر  لږکیو  په تیره بیا د مسلمانانو او سیکانو باندې  چې د نورو لږکیو په نسبت ترټولو ستر لږکي دي، ژوند ډیر تریخ کړی دی او داسې کومه ورځ نشته چې  په دغه  هیواد کې توکمیزوتوپیرونو څخه ډکو اقداماتو له امله د لسګونو کسانو جنازې اوچتې نشي.

https://kabultelegraph.com/archives/24773

captcha