IQNA

اردوغان: د پیامبر (ص) سپکاوی یو لمسؤنکی او کرکیجن عمل دی

15:29 - July 03, 2025
د خبر لمبر: 3491360
ایکنا -  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په دغه هیواد کې د ټوکو ټکالو یوې  خپرونې یا مجلې له خوا د  اسلام د  ګران پیغمبر (ص) د  شان په سپکاوي کې د کارټونونو د  خپریدا په غبرګون کې،   دا عمل غندلی او ویلي ئې دي چې دا موضوع به تعقیب کړي.

 ایکنا نیوز د رؤیا الاخباری له قوله  راپور راکړی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل: څو بې‌ادبه او بې‌اخلاقه کسانو زموږ د ستر پیامبر په وړاندې د نه منلو وړ سپکاوی کړی دی. دا یو ښکاره تحریکوونکی او کرکه‌جن عمل دی.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه: زمونږ امنیتي ځواکونو او قضاییه قوې د دې سپکو  کارتونونو په اړه سمدستي اقدام وکړ، اړونده مجله ئې توقیف کړه او اړین ګامونه یې پیل کړل.

اردوغان وویل: هغه کسان چې زمونږ ستر پیغمبر او ټولو پیغبرانو ته سپکاوی کوي، د قضاییه قوې په وړاندې به ځواب ووایي او مونږ به دا موضوع تعقیب کړو.

د پیغمبر (ص) په شان کې د سپکاوي په غبرګون کې، لاریون‌کوونکي د ترکیې په واټونو کې راووتل او له پولیسو سره ئې نښتې وکړې، او چارواکو د دغې خپرونې یا مجلې د مسؤلانو د نیولو امر وکړ.

وروسته له دې چې د ترکیې  د ټوکو ټکالو دغه مجلې «لمان» د حضرت محمد (ص) په شان کې یو سپکاوی‌کوونکی کارتون خپور کړ، څارنوالانو د دې مجلې د مسؤلینو د نیولو امر وکړ او د ترکیې پولیس د دې سپکاوي په غبرګون کې په واټونو کې د لاریونونو له څپې سره مخ شول.

د «ګاردین» ورځپاڼې د راپور له مخې، په استانبول ښار کې په رامنځته شویو نښتو کې، پولیسو د پلاستیکي مرمیو او اوښکې‌بهوونکو ګازو  په کارولو سره هڅه وکړه چې لاریون‌کوونکي تیت و پرک کړي.

دغو نښتو وروسته له دې زور واخیست چې د استانبول ښار ستر څارنوال د «لمان» مجلې د مدیرانو د نیولو امر وکړ، چې په «عامه توګه د مذهبي ارزښتونو په سپکاوي» تورن شوي دي.

د دغې مجلې سردبیر، تونجای آکګون، ادعا وکړه چې دا کارتون سپکاوی‌کوونکی نه و او په غلطه توګه تعبیر شوی دی.

هغه د فرانسې خبري اژانس سره په مرکه کې وویل: دا کارتون هیڅکله د پیامبر اسلام(ص) کارتون نه دی. مونږ په دې کارتون کې د محمد خیالي نوم د یو مسلمان لپاره کارولی دی چې د اسرائیلو په بمباریو کې وژل شوی دی. په اسلامي نړۍ کې له۲۰۰ میلیونو زیات کسان د محمد نوم لري.دا کارتون هیڅکله له حضرت محمد (ص) سره تړاو نه لري. مونږ هیڅکله دا ډول خطر نه اخلو.

د «ګاردین» د راپور له مخې، وروسته له هغې چې د دې کارتون خپریدل څرګند شول، غوسه‌ شوي لاریون‌کوونکي په استانبول ښار کې یوې ودانۍ ته، چې اکثراً د دې مجلې کارکوونکو ترې کار اخیست، برید وکړ او وروسته یې له پولیسو سره په تاوتریخجنو نښتو کې ښکېل شول.

https://iqna.ir/fa/news/4292058

captcha