IQNA

د ایران اقتدار او قدرت،د عربي نړۍ په عمومی افکارو کې

14:05 - June 24, 2025
د خبر لمبر: 3491310
ایکنا - د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران یرغل د دې لامل شوی چې د عربي نړۍ عامه افکار په بې ساري ډول د ایران  له اسلامي جمهوریت سره همغږه شي.

د ایکنانیوز  د راپور په اساس  ، شاید د عربي نړۍ عامه افکار هیڅکله په دومره لوړه سویه له ایران سره همغږي او  په یوه زړه نه وو. د عربي نړۍ د پرمخاطبو رسنیو په اړیکو کې د مخاطبانو د نظرونو لنډه کتنه د ایران په اړه د "ټولو پخوانیو وړاندوینوځنډیدا" ښئي. 

د یوه الجزایري ځوان نظر د الجزیره خبری چینل په یوه پوسټ کې  چې  د کابو درستې  عربي نړۍ د عامه افکارو په بشپړه توګه استازیتوب کوي، د پاملرنې وړ دي: هغه وائي؛

«قد یختلف المرء مع إيران. ولكن عدم الوقوف معها في هذه اللحظات المفصلية خيانة للإسلام وقضايا المسلمين، فنحن أمام الكيان العدو المشترك، من الجزائر كل الدعم لإخواننا في غزة و إيران:

 کیدای شي یو څوک له ایران سره اختلاف ولري، خو په داسې حساسو شیبو کې ددوی  ملاتړ نه کول د اسلام او  مسلمانانو له  آرمانونو سره خیانت دی. مونږ د ګډ دښمن پر وړاندې یوو. له الجزایر څخه زمونږ د غزې او ایران له وروڼو سره بشپړ ملاتړ اعلانوو.» 

د اسرائیلو پر وړاندې د ایران  کلکه دفاع د عربي هېوادونو لخوا په دقت سره څارل کېږي او په دې مینځو میان کې عربي ژبې رسانۍ د ایران د اسلامي جمهوریت د وسله والو ځواکونو وړتیاوې تحلیل کوي. 

ایران در افکار عمومی جهان عرب + عکس/ خانم بصیری

هغه عربي هېوادونه چې پخوا ئې په پټه د امریکا له خوا پر ایران د برید مخنیوي لپاره هڅې کولې، اوس ئې  په رسمي توګه اعلان کړی چې اجازه به ورنه کړي متحده ایالات د دوي په خاوره کې له پوځي اډو څخه پر ایران د برید لپاره کار واخلي. سعودي عربستان، امارات او قطر د ایران پر وړاندې د هر ډول پوځي  اقدام ظاهرا سخت مخالف دي. 

له بلې خوا، د ټرمپ په کابینې کې داسې بانفوذه څېرې شته چې له جګړې سره سخت مخالف دي او پر ډیپلوماتیکو لارو چارو ټینګار کوي؛ دا په داسې حال کې ده چې جګړه غوښتونکي په لږکیو کې دي.

https://iqna.ir/fa/news/4290441

captcha