IQNA

هند سلګونه مسلمانان بنگله‌دیش ته جلاوطن کوي

5:34 - July 02, 2025
د خبر لمبر: 3491348
ایکنا -د هند او بنگله‌دیش د چارواکو په وینا، هندی افراطی حکومت سلګونه بنگله‌دیشي مسلمانان دغه هیواد ته جلاوطن کړي دي. 

د ایکنا د راپور له مخې، د تی آر ټي په حواله، د هند او بنگله‌دیش چارواکو ویلي چې هند سلګونه کسان پرته له محکمې حکم څخه بنگله‌دیش ته تبعید کړي دي، هغه اقدام چې فعالانو یې د نژادي تبعیض پر بنسټ غیرقانوني تبعید بللی دی. 

دهلي نو وايي چې تبعید شوي کسان غیرقانوني مهاجر دي، په داسې حال کې چې د هندو ملتپالې ادارې، د لومړي وزیر نارندرا مودي په مشرۍ، د مهاجرت سخت سیاست تعقیب کړی دی، په ځانګړي توګه د بنگله‌دیشي مهاجرو پر وړاندې چې اکثریت یې مسلمانان دي او د هندي لوړپوړو چارواکو لخوا «موریانې» او «نفوذي» بلل شوي دي. 

دې اقداماتو په هند کې د شاوخوا ۲۰۰ میلیونو مسلمانانو، په ځانګړي توګه د بنګالي ژبو خلکو ترمنځ، چې دا ژبه په ختیځ هند او بنگله‌دیش کې پراخه ده، اندېښنې راپارولې دي. 

د بنگله‌دیش او هند ترمنځ اړیکې، چې له درېیو خواوو سره ګډه پوله لري، له ۲۰۲۴ کال راهیسې د قیام له امله، چې د دهلي نو د متحدې شیخ حسینه د حکومت د نسکورېدو لامل شو، کړکېچنې شوې دي. 

په هر حال، هند د اپریل ۲۲ د حملې وروسته، چې په هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې د ۲۶ کسانو، چې ډېری یې هندو سیاحان وو، د وژل کېدو لامل شو، د مهاجرو پر وړاندې خپل عملیات نور هم سخت کړل. 

دهلي نو پاکستان د دې حملې مسوول وباله، هغه تور چې اسلام‌آباد رد کړ. دا کړکېچ د څلور ورځني نظامي ټکر لامل شو چې له ۷۰ څخه زیات کسان یې ووژل. 

هندي چارواکو په ټول هېواد کې یو بې‌ساری امنیتي کمپاین پیل کړ، چې په ترڅ کې یې زرګونه کسان ونیول شول او ګڼ شمېر کسان په زور سره د وسلو په زور له پولې بنگله‌دیش ته وشړل شول. 

بنگله‌دیش اعلان وکړ چې هند له مۍ میاشتې راهیسې له ۱۶۰۰ څخه زیات کسان له خپلې پولې تېر کړي دي او هندي رسنیو راپور ورکړی چې دا شمېره کیدای شي ۲۵۰۰ ته ورسیږي. 

د بنگله‌دیش سرحدي ساتونکو اعلان وکړ چې له هغو کسانو څخه یې ۱۰۰ کسان بېرته راستانه کړي چې له پولې تېر شوي وو، ځکه دوی د هند اتباع وو. 

https://iqna.ir/fa/news/4291864        

captcha