ایکنانیوز دصدای افغان خبری آژانس له قوله رااپور راکړ،د افغانستان د بامیانو د والی ویندوي عبدالصبور سیغانی د آوا له خبریال سره په خبرو کې ووئيل؛ چې دغه ناسته دعاشورا د دستورو دترسره کولو لپاره د لازیاتې غږملتیا او د کلتوري او امنیتی تمهیداتو د ارزونې په خاطر ترسره شوې ده.
د سیغاني په وینا، د بامیانو والي په دغې ناستې کې د عاشورا د پیغام او دمحرم دمیاشتې پر لوړ ځائيګي باندې په ټينګار سره له عالمانو او مبلغانو وغوښتل څو په وړاندې له معنوي فرصت څخه په استفادې سره د امام حسین (ع) د پاڅون موخې په روښانه ډول بیان او په اسلامی ټولنې کې د هغه بزرګوار لاره ،سیرت او تعلیات سسټماټيک کړي.
مولوي سرحدي همداراز له مذهبی پلاؤ هم وغوښتل څو د مذهبی ځایونو، د سقاخانو د اداره کولو، جوماتونو او تکیه ګاؤ او امامباړو دلارو دمدیریت او دغه راز د دستورو دمنظمې او په آرامښت کې د ترسره کولو د امنیت په تامینولو کې دې له امنیتی اورګانونو سره هر اړخیزه ملګرتیا وکړي.
هغه د دیني ارزښتونو ته په احترام او د وحدت پر ساتنې ټينګار وکړ او دغه راز ئې محرم په ټولنې کې ددیني بصیرت او د اخلاقي فضایلو د دودولو لپاره یو مهم فرصت وباله.
https://iqna.ir/fa/news/4290743