IQNA

د سني او شيعه مسلمانانو په اتحاد د پاکستان د مسلمانو علماو تاکيد

23:26 - December 22, 2018
د خبر لمبر: 3481791
نړیواله ډله: د پاکستان سني او شيعه مسلمان علماو د اسلام د دښمنانو له دسيسو سره د مقابلې لپاره د مسلمانانو ترمېنځ په اتحاد او يووالي تاکيد وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د پاکستان د اسلامي تحريک مشر علامه سيد ساجد علي نقوي د دغه هېواد د پنجاب صوبې مرکز لاهور کښې د جماعت اسلامي د يو مشر احمد سلمان بلوچ په کتنه کښې له مسلمانانو وغوښتل د اتحاد، هوښيارۍ او بېدارۍ په ساتلو سره دې د اسلام د دښمنانو د سيسې شنډې کړي. دواړو خواو همدارنګ اسلامي امت ته د زيان رسولو په خاطر د لويديځ د دسيسې د شنډولو لپاره د سني او شيعه مسلمان علماو په بېدارۍ او هوښارۍ تاکيد وکړ. په پاکستان کښې د سني او شيعه دوو مشرانو کتنه له دې امله اهميت لري چې د مسلمانانو د يووالي دښمنانو په تېره بيا وهابيانو په دې وروستيو کلونو کښې د مسلمانانو ترمېنځ د تفرقې اچولو لپاره خپلې هلې ځلې زياتې کړې دي او کوشش کوي د سپاه صحابه او لشکر جهنګوي په شان په پاکستان کښې له فرقه پالو او ترهه ګرو ډلو څخه په ملاتړ سره په دغه هېواد کښې فرقه ايز جنګ ته لمن ووهي.د پاکستان مسلمانان که شيعه دي او که سني تل په خپلو کښې په صلح او ارامښت سره ژوند کوي او د يو بل د مذهبي آدابو او رسوماتو احترام کوي. په تېره بيا دا چې اهلبېت اطهار عليهم السلام د پاکستان د خلقو لپاره ډېر لوړ مقام لري او اکثر د خپلو بچو نومونه د اهلبېتو امامانو په خاصه توګه د امام حسين (ع) په نامې سره ايږدي. دا په دې معنا دي چې په پاکستان کښې د فرقه پالنې مسئله په دغه هېواد کښې له بهر نه داخله شوې ده او په خاصه توګه په اتيايمه ميلادي لسيزه کښې په پاکستان کښې د سعودي او وهابيانو د نفوذ په پراختيا سره شروع شوه او اوس  د پاکستان د خلقو او حکومت لپاره په يو ستر مشکل بدله شوې ده.د امريکې مخکېنے سېنټر باب ګراهم د ترهه ګرۍ او تندلاريتوب په ترويجولو کښې د سعودي د رول په اړه په يو څرګندونه کښې چې العالم چېنل منعکس کړې ده باوري دے:
«له تندلارو سنيانو څخه د سعودي ملاتړ ته بې پامي کيږي، دا په داسې حال کښې دي چې دغه هېواد له ترهه ګرو او افراطي ډلو څخه په مالي ملاتړ کښې بنيادی کردار ادا کوي.»
سعودي ته د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له وروستيو سفرونو او هغه ته د سعودي د مالي مرستو له وعدو وروسته د پاکستان علماء په دغه هېواد کښې د وهابيت د نفوذ  زياتېدو ته اندېښمن کړي دي. په همدې وجه په پاکستان کښې شيعه او سني عالمان په وحدت او ملګرتيا باندې په تاکيد سره په دغه هېواد کښې له هر ډول فرقه پالنې او ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د خپلې ارادې د څرګندولو ښودنه کوي. د علماو دغه موقف نه يوازې د پاکستان د حکومت او خلقو لپاره ډاډ ورکونکے کېدې شي بلکه د نړيوالې ټولنې لپاره دغه روښانه پېغام لري چې د پاکستان خلق نه يوازې فرقه پال نه دي بلکه په سيمه کښې د پائېدار امنيت او قرارۍ لپاره کوشش کوي.
عرب شناندے او څېړونکے ابوفراس الحمداني به يوې شننه کښې چې د تسنيم خبري اژانس خپره کړه د تشدد او ترهه ګرۍ په پراختيا کښې د وهابي علماؤ د کردار په باره کښې وليکل:
«ټولو ته معلومه شوې ده چې ترهه ګري په جزيرت العرب کښې د سعودي په شان شروره باچائي ملاتړه لري چې د قرون وسطا د نظر او تګلارې په بنياد حکومت کوي. سعوي په سيمه او نړۍ کښې د وهابي ترهه ګرۍ د فتوو سرچينه او مرکز دے.»
په هر حال دې ته په پام سره چې د فرقه پالو او ترهه ګرو ملاتړي له اسلام څخه د غېر حقيقي مسائلو په وړاندې کولو سره د ځوانانو د نظر د جلبولو او په فرقه پالو ډلو کښې د هغوي د غړيتوب لپاره کوشش کوي د دغې چارې د شنډولو لپاره د علماو رول ډېر مهم او ټاکونکے دے.
په همدې وجه په پاکستان کښې د اسلامي ډلو مشران تل د دغه هېواد د دښمنانو د پليدو او تفرقه اچونکو ارادو په وړاندې د خلقو په بېدارولو او اګاه کولو کښې د علماو په رول باندې تاکيد لري. د پاکستان حکومتي چارواکو هم په ځلونو له علماو څخه داسې يوه غوښتنه کړې ده او په دغه هېواد کښې له فرقه پالو او ترهه ګريزو نظرياتو سره د مقابلې لپاره په ډګر کښې د سني او شيعه مسلمانو علماو د فعالانه شتون غوښتونکي دي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i79109
captcha