IQNA

یاددښت

ایکا؛ په رسندوئي نړۍ کې دایمان روښانه روایت

15:04 - November 12, 2025
د خبر لمبر: 3492000
ایکنا – په رسندوئي نه ختمیدونکي دنګل کې ځیني ځایونه شته چې  خبر ، د ایمان رنګ  اخلي؛ یوه داسې رسانئ چې  روایت ته  دمعنا له رڼا سره پيوند ورکوي او د نړئ په هائ هوئي کې  د حقیقت آرام  او کراره چغه ژوندئ ساتي.

 هغه مهال چې نړئ  د خبرونو له نه ختمیدونکي یرغل سره مخ ده  او  معنا او مقصد د چټکتیا په هائ  هوي او شورماشور کې بې درکه کیږي، ایکنانیوز یعنی، قرآن نړیوال خبری آژانس  په نور  وحي باندې په تکیې سره ، خپل رسالت د رسانئ په ژبه  حقیقت  او ژورتیا ته په رسولو کې تعریف کړی دی.یوه داسې رسانئ چې قرآن کریم له مصحف څخه د خلکو د ژوند متن ته  راوړاندې کوي  ا  درسنائي دنګل په چټکیتا او بیړې کې پر پوهیدا، اخلاقو او  تامل باندې کلکه تکیه لري.د لړم یا عقرب د میاشتې شلمه نیټه  د ایکنانیوز د تاسیس او رابرسیره کیدا د دوویشتمې کلیزې په مناسبت ،  د  ایکنانیوز د لارې دوام له لومړني ځائيګي او  رسالت څخه رانیولې  تر راتلونکي اوفقونو او حرفه وی  نوښتونو پورې ددغې بنیادي پوښتنې باندې د غور اوفکر کولو لپاره  یو فرصت دی؛ په هغې نړئ کې چې هره شیبه خبر تولیدوي ، حرنګه د خدای د کلام  خبر مخابیره  کیدلی شي؟ 

 د اسلامی نړئ ایران په رسندوئي منظومې کې د ایکنانیوز  ځائيګی او رسالت!

 ایکنانیوز یعنی د قرآن نړیوال خبری آژآنس د  تاسیس کلیزه ،یو داسې فرصت دی  د هغه رسالت د بیا موندنې لپاره  چې دغې رسانئ  له هماغې لومړنئ ورځې پر  اوږو ایښی دی؛ یو داسې رسالت چې نه یوازې د اطلاع رسونې په چوکاټ کې ،بلکې  د رسندوئي ژبې په چوکاټ کې  د الهي حکمت  په بیانولو، دودولو  او منعکس کولو کې معنا پیدا کوي.ایکنا نیوز له هماغه پیل راهسې  د قرآن پر چورلیز راچورلي  څو وښئ  په هغې زمانې کې چې رسندوئې زیاتره  د سیاسي ، اقتصادي  او زر تیریدونکو خواهشاتو  د سیالیو  په ډګر بدلې شوي دي ، تراوسه  داسې کومه رسانئ درلودلی شو چې ؛د وحي کلام؛ اساس او معیار وګرځوي.

د ایران په رسندوئي منظمومې کې ایکنا، ځانګړی مقام لري؛ ځکه یوازینۍ رسانه ده چې  خپل اصلي ماموریت   نه یوازې د پيښو د رابرسیره کولو په روایت باندې ،بلکې  د پيښو قرآني روایت ئې  تعریف کړی دی. په حقیقت کې دغه خبري آژانس  هڅه کړې ده څو  خبر  د واقعیَنو  د راپور له سوئې څخه د حقیقتونو د بیانولو تر سوئې لوړ  کړي . دغه شان نظر ،  د هیواد په رسندوئي فضا کې  خبر ته یو نوی لور ورکړی دی؛ یعني یو داسې کړچار چې  الهي ارزښتونه ، خرفه وي اخلاق او د معنا دقت  د های هوئ  او شور ماشور او بیړئ جانشین کړي.

له بل پلوه  ایکنا توانیدلې  چې  د رسندوئي ډګر ا ددین  د نیالګي ترمینځ په یوه پل بدله شي. ډيری قرآنی مفااهیم  چې  یوه وخت د دیني اوعلمی محفلونو په  حدودو کې باقي پاتېکیدل ، اوس د رسانئ په ژبه  وا د خبر په چوکاټ  کې د خبرواترو او تحلیل په حد کې  عمومی نظرونو ته وړاندې  شوي دي . دغه ترجماني اودودونکی کړچار، د اسالمی نړئ په رسندوئي فضا کې  د ایکنا هماغه توپيری ټکی دی ،یوه داسې رسانئ  چې توانیدلی ده ، ژوردیني مفاهیم له متن څځه د ټولنې بطن ته ورسوي  او  د پوهې اوایمان ترمینځ خوځنده  او غوره  خبرو اترو ته عمومي بڼه ورکړي.

په نړیواله سویه هم ایکنا هغه په ګوته شمیر رسندویو کې شاملیږي چې  په حرفه وي بڼه ئې  هڅه کړې ده څو قرآنی  خبرې  دنړئ په ژبه معرفی کړي، له مختلفو هیوادونو څخه د قرآني خبرونو پوښښ ، د اسلامی نړۍ له قرآني فعالانو سره ارتباط  او د ایمانی ژمنتیا ترڅنګ  د حرفه وي خبر لیکلو پر اصولو تکیه، له ایکنا یوه داسې رسانئ جوړه کړې ده چې  له پولو ورآخوا قرآني رسندویو څخه ئې د یوه چنل د جوړولو لپاره په بدلیدلی شي.

په حقیقت کې د ایکنا رسالت  د دوو اړخونو یو ترکیب دی ؛ د رسندوئي محتوا او خوځندوالی د پاکوالی ساتل. دا دواړه که څه هم په ظاهر کې متضاد بریښي ، خو په عمل کې  یوازې د یوه بل ترڅنګ معنا پیدا کوي. ایکنا په دغو کلونو کې هڅه کړې ده څو وښئ چې د وحي متن ته په  وفادارئ سره  د ماډرن  رسانئ له آوزار اوژبې څخه استفاده کیدلی  او د قرآن پیغام ته   د اوسمهاله زمانې  په منطق سره پیوند ورکول کیدلی شي

https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4316027

captcha