ایکنانیوز د روئيټرز له قوله راپور راکړی،د انډونیشیا پولیسو په دغې اعلامیې کې وئيلي دي،دغه چاودنه د جمعې لمانځه دترسره کیدا په وخت په جکارتا کې په یوې مدرسې کې ددنه په جومات کې شوې،چې په لسګونو کسان ئې ټپیان کړي دي او دغه ټپیان روغتن ته منتقل شوي دي.پولیس ددغې چاودنې دعلت د ارزونې لپاره د جکارتا په شمال کې په واقع کلایا ګادینګ کې د پيښې په ځاي کې په پلټنو بوخت دي.
په راپور کې وئيل شوي دي چې زیاتره ټپیان سوځیدلي دی او ځيني پکې مرګي حاله هم راپور شوي دي ددغې پيښې علت تر دې دمه نه دی مخشص شوی البته پلټنې روانې دي .
انډونیشیا ترټولو لوي اسلامی هیواد دی او کابو نوي فیصدي نفوس ئې مسلمانان دي. او زیاتره برخې په ټاپوګانو مشتملې دي.
https://iqna.ir/fa/news/4315299