IQNA

شارجه؛ د اسلامي هنرونو د شپږ ویشتمې جشنوارې کوربه دی

10:20 - November 20, 2025
د خبر لمبر: 3492043
ایکنا - د اسلامي هنرونو شپږ ویشتمه جشنواره د اماراتو د شارجې د کلتوري مرکز د فرهنګي چارو د ادارې په هڅوسره ، د شارجې   د هنرونو په میوزيم کې ترسره کېږي.

 ایکنانیوز د  «الاتحاد» له قوله راپور راکړ، دا جشنواره پرون ،یعني  د ۲۰۲۵م کال د نومبر په ۱۹مه (د لړم ۲۸مه) د «چراغ» تر شعار لاندې، ـــ د عالي شورا غړي او د شارجه حاکم   سلطان بن محمد القاسمي  په سرپرستۍ پېلېږي او تر  ۷۰ ورځو پورې  به دوام وکړي.

محمد ابراهیم قصیر، چې د شارجې د اسلامي هنرونو د جشنوارې مدیر دی، د جشنوارې په مطبوعاتي ناستې کې وویل: دا جشنواره به د شارجه په هنرونو میوزيم کې ترسره کېږي او ۱۱۴ پروګرامونه او ۴۷۳ هنري اثار به په کې نندارې ته وړاندې شي، چې د ۲۴ هېوادونو د ۱۷۰ هنرمندانو له‌خوا جوړ شوي دي.

هغه زیاته کړه: دا فرهنګي او هنري پېښه د شارجې د حاکم هغه لید څرګندوي چې هنر د یو فرهنګي پیغام په توګه معرفي کړي او د بشریت له جوهر څخه الهام واخلي، او همدارنګه د نړۍ د ملتونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پُل وګرځي.

د جشنوارې مدیر همدارنګه وویل: په دې پروګرام کې به ۵۲ نندارتونونه ترسره شي چې د شارجې د هنرونو میوزيم، د شارجې د خطاطۍ میوزيم، د خورفکان امفي‌تېاتر، د عربي خطاطۍ او اسلامي تزئیناتو انجمن او د شارجې نور فرهنګي ځایونه به ئې کوربه وي.

هغه وویل: د اماراتو ترڅنګ، عراق، مصر، سعودي عربستان، سوډان، سوریه، بحرین، کویت، مراکش، اردن، عمان او ډېر نور غیر عربي او افریقائي هېوادونه به هم په جشنواره کې ګډون ولري.

د راپور په وینا، د شارجه جشنواره به څو نندارتونونه، هنري ورکشاپونه  او سیمینارونه ولري چې د شارجه له ۲۶ ادارو سره په ګډه ترسره کېږي. له دې ادارو څخه «بیت الحکمه»، د شارجه د پوهنتون د ښکلو هنرونو او ډیزاین پوهنځی، د عربو د عکاسانو اتحادیه، عکاسي انجمن او د اماراتو د تجسمی هنرونو ټولنه  پکې شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4317710

captcha