IQNA

د جدې د اسلامي هنرونو په خونې کې د قرآڼی خطي نسخو نندارتون جوړ شو(فیلم)

13:22 - November 08, 2025
د خبر لمبر: 3491978
ایکنا- د عربستان په جده ښار کې د اسلامی هنرونو میوزیم د قرانی هنري آثارو او خطي نسخو یوه ټولګه لري چې د خط دقت اوښکلا ته د مسلمانانو د توجه او پام اندازه نندارې ته وړاندې کوي.

ایکنانیوز د عربستان د واس رسمي خبري آژآنس له قوله راپور راکړ،د عربستان په جده ښار کې د اسلامی دارالفنون(داسلامی هنرونو میوزیم)، په خپل ترټولو ښکلي شکل کې  داسلامی لرغوني هنر،هغو نادرو لرغونو آثارو له لارې چې ښکلا،روح او مهارت سره یوځاي ترکیبوي، مجسم کوي او په مختلفو پړاؤنو کې نویوالی،ښکلاوې او هنر د لیدونکو لپاره  نندارې ته وړاندې کوي.

د میوزیم په یوې برخې کې د عربی خوشخطئ هنر چې د اسلامی خلاقیت یوه ترټولو غوره ځانګړنه حسابیږي،لیدونکي ځان ته مجذوب کوي او توضیح ورکوي چې خوشخطي څرنګه د معنوي بیان او ښکلا څخه د یوې ډک ځاي هنر د لیکلو لپاره په یوه آوزار بدل شوی دی.

 په دغه میوزیم کې  د قرآنی هنری آثارو  او خطي نسخو یوه ټولګه  هم لري چې د خط دیقت او ښکلا ته د مسلمانانو د توجه  اندازه او ډيروالی ښئ.

په دغو ترټولوغوره آثارو کې یوه نادره کپړه تقریبا دوه میټره او شپیته سنټي میټره هم شته چې پر هغې د قرآن په درو کې یوه برخه ،یعني لس سپارې په محو او ظریف خط سره لیکل شوي دي چې د هغې سپارې جزیات په ډير دقت سره مشاهده کیدلی شي.دغه صحنه،د یوې قالینې په پورټریټ یا چوکاټ کې د هنر او ایمان په ترکیب کې د مسلمانو صنعتګرانو مهارت او دهغوي توانمنی نندارې ته وړاندې کوي.

نمایش نسخه‌های خطی قرآنی در خانه هنرهای اسلامی جده

د جده ښآر د اسلامی هنرونو خونه(د دارالفنون میوزیم) ټينګار کوي چې عربی خوشخطي یواې لیکل نه دي، بلکې د اسلامی هنر روح دی،د صنعتګرانو او خطاطو څخه پاتې مکتوب آثار د هغه تل پاتې کلتوري هویّت برخه دي چې تیروختونه له اوس وخت سره ګنډي او د راتلونکو نسلونو لپاره الهام بخښونکي دي.

نمایش نسخه‌های خطی قرآنی در خانه هنرهای اسلامی جده

https://iqna.ir/fa/news/4314825   

captcha