IQNA

شیخ الازهر د نړۍ د ۵۰۰ با نفوذه شخصیتونو په لړلیکه کې شامل شو

10:16 - November 20, 2025
د خبر لمبر: 3492042
ایکنا - د اردن د سلطنتي اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز، د الازهر شیخ احمد الطیب ، د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ کلونو لپاره «په نړۍ کې د ۵۰۰ با نفوذه مسلمان شخصیتونو» په لسټ کې شامل کړی دی

  ایکنانیوز د  «فیتو»  له قوله راپور راکړ، د اردن سلطنتي اسلامي څېړنو او مطالعاتو مرکز خپل کلنی کتاب   «په نړۍ کې ۵۰۰ با نفوذه مسلمان شخصیتونه»  په عنوان سره  خپور کړی او پکې ئې احمد الطیب د نړۍ له اغېزشیندونکو اسلامي څېرو څخه وپېژاند.

د دې انتخاب لامل، د شیخ الطیب هغه ستر رول بلل شوی چې د الازهر د مشر په توګه ئې ترسره کړی،چې د نړۍ تر ټولو پخوانی اسلامي بنسټ دی، او همدارنګه د ده نه ستړې کېدونکې هڅې چې د اعتدال د خپرولو، د خبرو اترو د فرهنګ د ټینګېدو او د سولې د ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره ئې کړې دي.

په کتاب کې ټینګار شوی چې شیخ الازهر د خپل علمي مقام او مخکښ رول له امله چې له اسلامي نړۍ هاخوا هم اغېزې لري، په دې فهرست کې ځای موندلی دی. هغه د  اوسمهاله زمانې  له مهمو اسلامي شخصیتونو څخه ګڼل شوی او د اسلامي امت په مسایلو، د افراطیت پر ضد په مبارزې، او د عادلانه قضیو په ملاتړ، په ځانګړي توګه د فلسطین په قضیې کې، یو اغېزشیندونکی غږ بلل شوی دی.

په کتاب کې همدارنګه راغلي: احمد الطیب الازهر د هغو روښانه او باعزته دریځونو اخیستو ته  هڅولی  چې د غزې د نسل‌ وژنې او بې‌کوره کولو پر ضد دي او د بشري مرستو د رسولو د هڅو ملاتړ کوي.

راپور زیاتوي چې الازهر د احمد الطیب تر مشرئ لاندې، خپل تاریخي رسالت ته چې له زر کلونو ډېر عمر لري، دوام ورکوي؛ دا رسالت د اسلامي علومو د محافظت او د اعتدال او مینځ لاریتوب  د اصولو د خپراوي مرکزي ځایګی بلل کېږي

په کتاب کې یادونه شوې چې شیخ الازهر د نړۍ تر ټولو لوي ديني تعلیمي نظام څاري چې له دوو میلیونو زیات زده‌کوونکي په بېلابېلو کچو کې پکې شامل دي، او له ۱۲۰ څخه د ډېرو هېوادونو محصلین پکې زده‌کړې کوي. موخه دا ده چې د الازهر فارغ التحصیلان په یوه نړیوال   چینل بدل شي چې د اسلام د زغم او میانه‌روۍ پیغام خپور کړي، ناسم  اخستونونه سم کړي او د دیني پوهاوي په لوړولو کې ونډه ولري

راپور د احمد الطیب هغه هڅې هم بیانوي چې د دینونو د خبرو اترو په برخې کې ئې کړې دي، د واتیکان تاریخي لیدنې، د بهرنیو محصلینو تلپاتې ملاتړ، او د الازهر د مرکزونو او مؤسیسو جوړول په هغو هېوادونو کې چې موخه ئې د معتدل اسلام خپراوی دی.

په همدې کتاب کې  د اردن د اوقافو وزیر اسامه الازهري  هم د ۲۰۲۵–۲۰۲۶ لپاره د نړۍ د ۵۰۰ با نفوذه مسلمانو شخصیتونو په لړلیک کې شامل شوی، او د ده د اغېزمن ديني او فکري رول ستاینه پکې شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4317857

captcha