IQNA

ممداني: که نتانیاهو نيويارک ته داخل شي،نو وبه نیول شي

13:44 - November 19, 2025
د خبر لمبر: 3492037
ایکنا - د نيويارک منتخب ښاروال، ظهران ممداني، له ABC News له ڼيلیږیژني چینل سره په يوې مرکې کې ويلي: که بنیامین نتانیاهو راتلونکې کال دملګرو ملتو د عمومي اسمبلې د ناستې لپاره امريکا ته داخل شي،زه به د هغه د نيولو حکم صادر کړم.

 ایکنانیوز د العالم  له قوله راپور راکوي، ظهران ممداني ټینګار  کړی چې د نړیوالې محکمې له خوا د د نیولو د  فیصلو  د پلي کولو لپاره به له هېڅ قانوني هڅې ډډه ونه کړي.

هغه زياته کړه: ما تل ويلي دي چې دا ښار د نړيوالو قوانينو تابع دی،او همدا قوانین به د ملګرو ملتو دعمومي اسمبلې د غونډې پر مهال چې راتلونکی کال په دې ښار کې ترسره کېږي، پلي کېږي.له دې جملې څخه هغه  فیصلې دي چې د عدالت نړیوالې محکمې (هیګ) له لوري د نیولو په اړه صادرې شوي دي.

ممداني څرګنده کړه چې دا هېڅ توپیر نه کوي چې دا حکم د بنیامین نتانیاهو پر ضد وي او که د ولادیمیر پوتین پر ضد؛ مونږ خپلو ارزښتونو ته وفاداره یو.

هغه په دوام کې وویل: زه د ډونالډ ټرمپ  په اپوټه د قانون په چوکاټ کې عمل کوم، قانون نه وضع کوم؛ نو له همدې امله به خپله ټوله هڅه وکړم څو نړیوالې فیصلې  پلي کړم.

د نيويارک نوي منتخب ښاروال وويل: که نتانیاهو نيويارک ته راشي او زه د هغه د نيولو لپاره هڅه ونه کړم، نو زه به د نيويارک ښاروال نه يم.

هغه زياته کړه: بايد له ټولو قانوني امکاناتو څخه د نتانیاهو د نیولو د  فیصلې د پلي کولو لپاره کار واخلو.

https://iqna.ir/fa/news/4317483

captcha