IQNA

کاتوليک کليسا: مريم مقدس د بشريت ژغورونکې نه ده

12:45 - November 13, 2025
د خبر لمبر: 3492005
ایکنا - کاتوليک کليسا په رسمي توګه اعلان کړی چې حضرت مريم(س)، د عیسی مسیح(ع) مور، په نړۍ کې د «د نجات  په ژغورنې کې د شريکې» په توګه هېڅ رول نه لري.

د ایکنا د راپور له مخې، چې د واتيکان رسمي وېب‌پاڼې ته يې اشاره کړې، دا حکم د سه‌شنبې په ورځ، د لړم یاعقرب د میاشتې په  ۱۳مه (مطابق د نومبر ۴مه) د واتیکان له خوا خپور شو. په دې پرېکړه کې ټينګار شوی چې عیسی مسیح د بشريت يوازنی نجات‌ورکوونکی دی او دا پرېکړه د کليسا د چارواکو تر منځ  اوږدمهاله بحثونو پای ته رسوي.

د واتیکان د عقيدې دفتر په خپل نوي دستورالعمل کې، چې د نړۍ ۱.۴ ميليارده کاتوليکانو ته خطاب شوی، څرګنده کړې چې د «ګډ ژغورونکي» يا «دګډ کار ژغورونکې » لقب د مريم مقدسې لپاره مناسب نه دی. دا بيان له دې امله خپور شوی چې دغه لقب ممکنه  ده د مسيحي عقيدې په حقايقو کې ګډوډي او نابرابري رامنځته کړي.

دا پرېکړه له هغو کلنیو اوږدو بحثونو او څېړنو وروسته وشوه چې د مريم د رول په اړه د بشريت د نجات په بهير کې روان وو. کاتوليکان باور لري چې عیسی مسیح د خپلې قربانۍ او مړينې له لارې بشريت وژغوره، خو ځينې کاتوليک الهي‌پوهان (الهیدانان) دا نظر لري چې مريم هم، د عیسی د مور په توګه او د دې له امله چې د خدای د ارادې منونکي وه، په دې بهير کې ونډه درلوده.

په نوي  دستور االعمل کې، واتیکان د مريم د رول په توګه د خدای او بشريت تر منځ د منځګړې (واسطې) پر مقام ټينګار کړی دی. په دې بيان کې راغلي: مريم د عیسی په زېږون سره د خلاصون هغه دروازې پرانېستلې چې ټول بشريت يې تمه درلوده.

 د مريم د رول په اړه  د واتیکان دغې پریکړې ،د نړۍ د ژغورنې په موضوع کې، د کاتوليکانو او نورو مسيحيانـو تر منځ بېلابېل غبرګونونه راپارولی شي. خو سره له دې، دا حکم د کليسا هغه هڅه ښيي چې غواړي خپل عقيدوي ښوونې روښانه کړي او د مريم، د حضرت عیسی مسیح د مور، د رول په اړه د هر ډول غلط فهمۍ مخه ونيسي.

په دوهمې واتیکاني شورا کې، يو شمېر پادریانو هڅه کوله چې مريم(س) هم د عیسی(ع) تر څنګ د نړۍ د نجات‌ورکوونکې په توګه معرفي کړي او د «په نجات کې شريکه» اصطلاح وکاروي. که څه هم دا اصطلاح رسمي نه شوه منل شوې، خو د هغې رول د نجات په بهير کې په څرګند ډول تعريف شو.

د حضرت مريم(س) مقام په قرآن کريم کې

حضرت مريم(س)، د حضرت عیسی(ع) مور، د نړۍ د درې توحيدي دینونو،یعني ـ اسلام، مسيحيت او يهوديت ـ له تر ټولو مهمو څېرو څخه ده. دا اسماني مېرمن يوازينۍ ښځه ده چې نوم ئې په قرآن کريم کې راغلی او قرآن هغه يوه پاکه او عفيفه میرمن معرفي کړې ده.

په قرآن کې د مريم د معجزه‌ناک حمل او د عیسی(ع) زېږون د الهي قدرت نښه بلل شوې ده.

د مريم(س) د کيسې په اړه، قرآن او انجيل ډېر ورته والي لري، خو په ځينو برخو کې د توپير شاهدان  يوو. په عمومي توګه د مريم(س) مقام د قرآن او مقدس کتاب له نظره داسې بيانېدای شي:

په قرآن کريم کې مريم(س) په خپل ذات کې درناوی او لوړ مقام لري؛ قرآن په څرګند ډول وايي چې مريم حتی بې له عیسی(ع) څخه هم د فضايلو او تقوی لرونکې شخصیت دی. دا مطلب قرآن په ډېرو آيتونو کې تاييد کړی دی.

خو په انجيل (کتاب مقدس) کې دا ډول خپلواکه مقام نه ليدل کېږي. هلته مريم يوازې هغه وخت ذکر کېږي چې د حضرت عیسی(ع) په اړه خبرې کېږي. البته مونږ د مقدس کتاب له نظره د مريم د شخصيت منکر نه يو؛ ځکه هغه د مسيحيانـو لپاره د درناوي وړ او مقدسه ښځه ده، خو ټينګار دا دی چې په انجيل کې مريم د عیسی(ع) د مور شونې په دلیل  دا ارزښت موندلی.

خو په قرآن کې، مريم(س) د دې له امله درنه ده چې مريم ده، نه يوازې دا  چې د عیسی مور ده.

https://iqna.ir/fa/news/4316077

captcha