IQNA

د نقوي ساداتو تر ټولو ستره شجرنامه نندرې ته وړاندې شوه

15:32 - May 07, 2022
د خبر لمبر: 3485765
تهران (ایکنا)ـ د نور د مایکرو فیلم نړیوال مرکز د کوچني اختر په مناسبت د هندوستان د امروهه ښار د نقوي ساداتو شجرنامه بشپړه کړه او د زیاتو علماو او متفکرانو په ګډون سره یې مخ کتنه وکړه .

ایکنا خبري اژانس د نور د مایکرو فیلم د نړیوال  مرکز د عمومي اړیکو په قول وویل د نقوي ساداتو شجره نسب شپږسوه (۶۰۰) میټره اوږد او یو(۱) میټره پلن دی چې د یوشمیر محققانو په زیار تنظیم او  ترتیب شوی دی او د هندوستان یوشمیر هنرمندانانو او خطاطانو هغه د څارویو په پوستکو باندې په ښکلي ډول  لیکلی او د ښکلیو ګلونو په جوړولو سره د هغه ښکلا او ارزښت  یې دوه برابره کړی دی .

امروهه ښار د هندوستان د ساداتو د وسیدو یو زوړ ښار دی چې په اوترا پردیش صوبې کښې څه د پاسه دوه لکه(۲۰۰۰۰۰) نفوس لري کوم چې د پلازمینې نوي ډیلي په یوسل اویا(۱۷۰) کلومیټرۍ کښې پروت دی او د دغه صوبې اویا (۷۰)فیصده خلک مسلمانان دي .

د نقوي ساداتو تر ټولو ستره شجرنامه نندرې ته وړاندې شوه

په دغه شجره نسب کښې د امروهه ښار د څه د پاسه پنځوس زره(۵۰۰۰۰) ساداتو نومونه لیکل شوي دي چې د حضرت حسین شرف الدین چې لقب یې شاه ولایت دی د نقوي ساداتو وارثان دي کوم چې شپږسوه (۶۰۰)کاله مخکې د عراق له یوې سیمې هجرت وکړ او د ایران له لارې په هندوستان کښې عزیز پور سیمې  ته چې زوړ نوم یې امروهه و ورغی او همدلته هستوګن شو .

د نقوي ساداتو تر ټولو ستره شجرنامه نندرې ته وړاندې شوه

په دغو مراسمو کښې په هندوستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر علي چګیني ، په هندوستان کښې د ولي فقیه استازي مهدي مهدوي پور او د نور د مایکرو فیلم د نړیوال  مرکز مشر مهدي خواجه پیري د ځانګړیو میلمنو په توګه ګډون وکړ .

د نقوي ساداتو تر ټولو ستره شجرنامه نندرې ته وړاندې شوه

په هندوستان کښې د نور د مایکرو فیلم د نړیوال مرکز مشر مهدي خواجه پیري په یوې وینا کښې د وړاندې شوي شجره نسب د بشپړیدا د څرنګوالي او د پړاونو په هکله خبرې وکړې او ویې ویل د امروهه نقوي شجره یوازنې شجره ده چې د نقوي ساداتو د لویانو او د  شخصیتونو د نومونو په لیکلو سربیره چې د خپل شتون د تاریخ په اوږدو کښې یې زیات خدمتونه کړي دي په  هغې کښې په نړۍ کښې د لومړي ځل لپاره د ښځو نومونه معرفي شوي دي .

https://iqna.ir/fa/news/4055082

captcha