ایکنانیوز راپورراکړی، د سمینار علمي منشي او د اسلامي او بشري علومو د ډيجيټل څېړنيز مرکز مشر ، حجت الاسلام والمسلمين اکر راشدي نيا، پرون د شنبې په ورځ د رسنيو له مسئولانو سره په خبرو کې د دې خبر په اعلانولو سره وويل: داسې چې نوي وسيلې طب او نجوم بدل کړي، اسلامي او بشري علوم هم نوي ټیکنالوژيو څخه استفادې ته اړتيا لري. که دا څانګه له ټکنالوژۍ څخه برخمنه شي، نو هماغهبرخلیک ته به ورسيږي چې پخوانی طب ورته رسیدلی دی.
د نور اسلامي او بشري علومو د ډيجيټل څېړنيز مرکز مشر دوام ورکړ: د اسلامي علومو کمپيوتري څېړنې مرکز (نور) په دې اړتيا ښه پوهه شوی او په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د علمي حوزو لوړې شورا په جواز سره ئې د اسلامي او بشري علومو ډيجيټل څېړنيز مرکز جوړ کړ چې د بېلابېلو څانګو څېړنو جوړښت او د هغو متخصصينو روزنې هدف ولري چې هم اسلامي متنونه او هم نوي ټکنالوژيو باندې بلد وي.
د حوزې او پوهنتون استاد وويل: په لويديځ کې له پنځو لسيزو څخه زیات د بشري علومو ډيجيټل او له يوې لسيزې څخه زیات د اسلامي علومو ډيجيټلي څيړنې تعقيب کيږي، له همدې امله که مونږ په وخت حرکت ونه کړو، نو مجبور به شو چې لويديځ د ځانګړي ليدلوري په اساس دنتیجو مصرف کوونکي شو.
حجت الاسلام والمسلمين راشدي نيا د سمینار د ترسره کيدو هدف ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: د دې سمینار د ترسره کيدو هدف، په ډيجيټلي مطالعو کې د ملي او اسلامي حرکت هڅونه او پيلول دي څو د هېواد علمي مرکزونه په دې ساحې کې همغږي او ملګرتیا وکړي.
د سمینار د ترسره کيدو وخت
حجت الاسلام والمسلمين راشدي نيا زياته کړه: اسلامي او بشري علومو لومړنئ ډيجيټلي ملي سمینار به د د ميزان یا تلې د میاشتې په ۱۷ پنشجبې ورځې ، له سهار ۸:۳۰ څخه د قم علميه حوزې د اسلامي تبليغاتو دفتر مشر د حجت الاسلام والمسلمين احمد واعظي،د اسلامی انقلاب د کلتوري لوړې شورا منشي،حجت الاسلام والمسلمين عبدالحسين خسروپناه،او د لوړې شورا د ورځني فضا منشي، سيد محمد امين آقاميري،په ويناؤ سره په قم ښار کې د اسلامي معارف پوهنتون د غونډو په تالار کې، ترسره کيږي.
د سمینار چورلیزونه!
حجت الاسلام والمسلمين راشدي نيا د سمینار چورلیزونو ته اشاره وکړه او ويې ويل: د ددغه سمینار ایجنډا په څلورو اصلي چورلیزونو کې؛ یعنی «د اسلامي او بشري علومو ډيجيټلي نظري بنسټونه»، «د دې علومو نظري او عملي اثرات او نتايج»، «خيالي ذکاوت او اسلامي او بشري علومو ډيجيټلي وضعیّت » او «په دې څانګه کې هغه تکراري څېړنې» شاملې دي په ۱۴۰۴ لمریز کال په غبرګولي مياشت کې ترسره شوې دي.
هغه زياته کړه: د سمینار په څنګ کې به ، يو نندارتون به هم ترسره شي څو علمي مراکز خپلې لاس ته شويې نتايج عامو خلکو ته ښکاره کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4308646