ایکنانیوز راپور راکوي، د ملي سیالیو«زينالاصوات» د لومړۍ مرحلې د سیالیو وروستی پړاؤ تېره اوونۍ د آلالبيت(ع) قرآني موسسې له خوا په قم مقدس ښار کې ترسره شو.دا پېښه چې د ځوانانو د وړتیاؤ او استعدادونو د پېژندلو او روزنې په موخې سره د قرآن کریم د تلاوت په برخې کې ډیزاین شوی، کوربه ئې له ټول هېواده سلګونه زلمي او ځوان قاريان دي.
د «زينالاصوات» نومې سیالیو د ګډون کوونکو په ټاکلو کې نوي رودو څخه استفاده شوې او نوې برخې او څ انګې ئې رامنځته کړې،چې د هېواد په قرآني سیالیو کې ئې یوه نوې لاره وړاندې کړې ده.په همدې برخه کې کریم دولتي په ګډون کې،چې د نړیوالو قرآني څارونکو ډلې څخه دی، د ایکنا له خبریال سره په خبرو کې وویل: سیالي د قرآني فعالیتونو د پراختیا لپاره یو ډیر پیاوړی او اغېزشیندونکی محرک دی.
هغه زیاته کړه: د قرآن کریم د تعلیم هر ډول پاملرنه په هره کچه او بڼه بې شکه ګټوره، اړینه او د ملاتړ وړ ده. په دې سیالۍ کې په تیره بیا،مونږ نوښتونه په نوو څانګو او برخو کې او د ګډون کوونکو په ټاکلو کې په رودې او طریقې کې لیدل شوي چې ډېر ښه شیان دي چې نورې سیالیو ته هم باید ورته پاملرنه وکړي.
د ټول قرآن دغه حافظ روښانه کړه: په ځوانانو او زلمیانو کې سیالي د قرآن په جذب کې بې له شریکه رول لري. که مونږ غواړو چې زمونږ نوې او ځوان نسلونه له قرآن سره ډیر ښه بلد شي، نو مونږ یوه محرک ته اړتیا لرو او سیالۍ دغه رول په ښه توګه ترسره کولی شي.
د قرآني سیالیو دغه څارونکي څرګنده کړه: د سیالۍ له ترسره کېدو وروسته، کار پای ته نه دي رسېدلی. مونږ نباید سیالۍ خوشي کړو. باید وڅېړو چې هره نوې څانګه لکه تخنیکي څانګې، څومره په ټولنې کې د پراخېدو وړتیا لري او مونږ څنګه د هغو له ظرفیتونو څخه د قرآني کلتور د پراختیا په لور کې استفاده کولی شو. دا سیالۍ یو ښکلی او احیا کوونکی حرکت کیدلی شی، هماغه ډول چې مونږ په تېرو لسیزو کې په قرآني محفلونو او غونډو کې لیدلي دي .
https://iqna.ir/fa/news/4308297