د قرآن کریم څلور نویم سوره ؛شرح؛ یا ؛نشراح؛ نومیږي . دغه سوره په اتو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سپارې کې واقع ده .؛شرح؛ چې یوه مکي سوره ده ،د نزول په ترتیب کې دولمسه سوره ده چې پر ګران پيغمبر(ص)نازله شوې ده.
؛انشرح؛ او ؛شرح؛ د پراختیا په معنا ده چې دغه ټکی د سورې په لومړني آیت کې راغلی دی او ؛شرح صدر؛ پيغمبر ته اشاره کوي چې معنا ئې هغه صبر دی چې خداوندمتعال د هغه په زړه کې اچولی دی.
ددغې سورې موخه پيغمبر اکرم(ص)ته د آرامښت ورکول او مقاومت ته د انسان بلل دي ،دخداي تعالی لپاره هغه لوي نعمتونه چې ئې هغه ته ورکړي وریادوي ئې او هغه ته پر مشکلاتو د بریالیتوب خبر ورکوي او دعبادت اودعا حکم ورکوي.
دغه سوره درو موضوعګانو ته اشاره کوي، اول؛پر پیغمبر(ص) د درو واړو نعمتونو بیانول. دوهم؛پیغمبر اکرم ته خبر ،چې په راتلونکي کې اسلام ته د بلنې مشکلات ختمیږي. دریم ؛ واحد خداي ته توجه او عبادت او دعا او لمنځ ته هڅول.
انشرح سوه پر اکرم (ص) دخداي تعالی د درو سترو او ځانګړو نعمتونو په بیانولو سره پیلیږي. په پیل کې ؛ شرح صدر ؛ دی چې د وحي منلو او د پیغمبرۍ ددندو ترسره کولو او د سختیانو په وړاندې صبر کولو او د خلکو کړولو زغملو ته چمتووالی ولرل شي.وروسته دپيغمبرۍ د مسئولیت د پيټي سپک کولو او دخلکو هدایت ته اشاره کوي . دریم هغه نعمت چې خداوندمتعال پیغمبر ته ورکړی، دهغه بزرګوار مشهورتیا ده. د مثال په توګه خدای تعالی د اسلام دپیغمبر نامه (ص) په آذان او اقامې او دلمانځه په تشهد کې دخپلې نامې ترڅنګ واقع کړې ده .
په پنځم آیت کې پیغمبر اکرم (ص) ته د خوشالۍ خبر ورکول کیږي، له سختیانو وروسته د آسانتیاؤ راتلل،؛ «فَاِنَّ مَعَ العُسرِ یُسراً: پس (پوهه شه ) چې له سختۍ سره آساني ده ، او په وروسته آیت کې دغه مطلب تکراریږي.
د مفسّرانو یوه ډله د ؛العسر؛ تکرار د معرفه او معلوم په بڼه ،د دواړو پر یو کیدا دلیل بللی ،او د ؛یًسرا؛ تکرار ، د نکره او نامعلوم په بڼه ، د دوي دواړو کې پر توپیر شونې دلیل ګڼي ،پر دې اساس، د آيت مقصود داسې دی چې د هرې سختې په وړاندې دوې آسانتیاوې موجودې وي ،یوه آسانتیا په دنیا کې او یوه آسانتیا په آخرت کې. په نهایت کې خداوندمتعال پیغمبر(ص) ته په خطاب کې ځیني فرمانونه بیانوي؛ «فَاِذا فَرَغتَ فَانصَب؛ و اِلی رَبِّکَ فَارغَب: پس له وخت لري، نو اطاعت وکړه او په مینې او عشق سره د خپل پروردګار په درګاه کې (انشراح سوره - 7 و 8)