IQNA

قراني سورې/110

په نصر سورې کې د اسلام د راتلونکي په باب د قرآن خبرې

14:13 - August 31, 2023
د خبر لمبر: 3487881
ایکنا-(تهران) د قرآن کریم ځیني برخې د راتلونکي په باب خبرې دي؛ د مثال په توګه هغه خبرې چې په درستې نړۍ کې د اسلام د پراختیا او د مسلمانانو د بریالیتوبونو په باب بیان شوي دي.

 د قرآن کریم یوسل لسم سوره ؛نصر؛ نومیږي . دغه سوره په درو آیتونو سره د قرآن کریم په دیرشمې سورې کې واقع ده.نصر چې یوه مدني سوره ده ،د نزول په ترتیب کې یو سل دوهمه سوره ده چې پر  پیغمبر اکرم(ص)نازله شوې ده.

ددغې سورې د نومولو دلیل ، د ؛نصر؛ کلمې  ددغې سورې په لومړي آیت کې راتلل دي چې  دخداي تعالی په مرستې سره ئې د مسلمانانو د بریالیتوب خبره  کړې ده.

دغه سوره د دوو پیښو په باب خبرې کوي چې  له راتلونکي سره اړونده دي. لومړنۍ پيښه په  اول آیت کې راغلي دي؛ اذا جاء نصر الله و الفتح:  کله د خداي د مرستې او کامیابۍ وخت راورسیږي؛.ډیری مسفرانو په دغه آیت کې د بریالیتوب معنا د مسلمانانو په لاس د مکې فتح ګڼلې ده .په دې د لیل چې  د مکې فتح د پيغمبر اکرم (ص)په پړاؤ کې پيښه شوه. یوه داسې پيښه چې لامل شوه ،شرک او بت پرستي له مینځه لاړه شي او مکه  د خداي پرستۍ په مرکز بدله شي.له دې وروسته اسلام پراختیا وموندله  او مسلمانان لازیاتو بریالیتوبونو ته ورسیدل.

دوهمه پیښه  چې په دغې سورې کې مطرح شوې ده ،په راتلونکي کې  له اسلامه د ولسی ډلو د هرکلي په باب خبر دی.؛ وَرَأَيْتَ النَّاسَ يَدْخُلُونَ فِي دِينِ اللَّهِ أَفْوَاجًا: او ووینئ چې خلک په ډلو ډلو کې  دخداي دین ته داخلیږي.::

 خداوندمتعال  خپل پیغمبر ته دغه ښه خبر ورکوي چې په راتلونکي  خلک په ډلو ډلو  دخداي دین یا همغه اسلام ته مخه کوي. دغه خبر دمکې له فتح کیدا  او د مسلماننو د بریالیتوب او د بت پرستان  د نابودۍ د وروسته پړاؤ لپاره ګڼل کیدلی شی چې  مکې مکرمې ته له مختلفو  ښارونو په ډلو ډلو او قبیلو کې خلک  راتلل  څو مسلمان شي.

که څه هم  دغې موضوع ته  په ورپسې پيړیو کې  حالاتو ته هم اشاره ګڼل کیدلی شی، ځکه چې مختلفو ډلو ټپلو او هیوادونو اسلام ته مخه کړه او  اسلام د نړۍ په مختلفو برخو کې پراخ شو.

په دریم آیت کې ،ددغو دوو  ښو او حتمي خبرونو  له اعلان وروسته ،د اسلام پیغمبر(ص)ته درې مهم حکمونه ورکوي،چې د خداي  تعالی د مرستې په وړاندې مناسب غبرګون دی ؛فَسَبِح بِحَمْدِ رَبِّكَ وَاسْتَغْفِرْهُ إِنَّهُ كَانَ تَوَّابًا: پس  دخپل پروردګار په درګاه کې عبادت کونکی او لمنځ  کونکی ووسه او له هغه مغفرت وغواړه چې ډیر او تل توبه منونکی دی.::

؛تسبیح؛ له هرډول عیب او نقصه د  خدای تعالی د پاک بللو په معنا دی او ؛حمد؛ دخداوندمتعال ستاینه او عظمت دی او ؛ استغفار؛  د بندګانو د کمزورتیاؤ او لټیَو په وړاندې د بخښنې لپاره غوښته ده.

 دغه لوي بریالیتوب وښودله چې خداي تعالی  خپل دوستان  یوازې نه پریږدي، خدا وندمتعال  دخپلو ژمنو پر ترسره کولو توانمن دی او  بندګان هم د هغه د لویوالي او عظمت په وړاندې پر خپل نقص او نیمګړتیا  اعتراف کوي.  

captcha