IQNA

د نورو دینونو او مذهبنوو له پيروکارو سره د امام الزمان(ع) چلندي بیلګه

7:41 - September 26, 2023
د خبر لمبر: 3488010
 ایکنا-(اصفهان) د ایران د اصفهان پوهنتون دعلمی پلاوی غړی ووئيل، حضرت امام مهدی علیه السلام ددرستو امتونو ژغورونکی دی او  دهغه عدالت یوازې  مسلمانانو او  نیکو خلکو او موافقو کسانو ته مخصوص  نه دی،بلکې سرکش او بد خلک هم پکې شامل دي.

له بده مرغه  د اهل تشیَع  له کلتور سره دځينو نابلدو په ذهنونو کې  له مخالفانو او غیر مسلمانانو سره د حضرت امام الزمان (ع) د سخت  چلند او تاؤتریخوالی لیدتوګې نفوذ کړی دی او ځيني  نور د هغه بزرګوار د ظهور  او د هغه د غوره ماموریت فلسفه  د غیر مسلمانو په ضد قیام او له هغوي څخه د غچ اخستو  دځانګړی نړیوال  حکومت  جوړیدا ګڼي. پر دې اساس ،له غیر  همفکرو سره په چلند کې د معیار بحران  او اخلاقي بحثونو ته د اوسنۍ ټولنې علمي اړتیا ته په پام سره د ایکنا خبریال په اصفهان کې  د اصفهان پوهنتون  داسلامی کلام او فلسفې  د ډلې له لیکچرر مهدي ګنجور سره د مهدویّت د تعلیماتو په سیوري کې د نورو دینونو له پیروکارو سره  دارتباطي چلند د بیلګې د بیانولو په باب  خبرې کړي چې یوه لنډه شان خلاصه ئې ستاسو خدمت ته هم وړاندې کوو.

د ایکنا خبریال له مهدی ګنجور څخه  پوښتنه وکړه ،  د اسلامی حکومت په جوړولو کې دحضرت مهدی علیه السلام رسالت څه دی؟ نو هغه هم په خواب کې ووئيل، د قرآني اونبوي تعلیماتو بډای میراث او اصیلو متنونو ته غوره کتنه ، دمونږ ددیني پیشوایانو  د لوړې علمی محتوا  او کلتوری سیرت ښودنه کوي  و دآخر الزمان واقعیّت  او د ظهور زمانه  ئې په یوه بل ډول انځور کړې ده. حضرت امام مهدي (ع) نه د یوازې د مسلمانانو مهدي نه ،بلکې  د درستو امتونو مهدي اوژغورونکی دی . د مونږ لویانو  په دغه شان فهم سره  هغه بزرګوار  ته خطاب کړی دی ، السَّلاَمُ عَلَى مَهْدِيِّ الْأُمَمِ» د هغه عدالت  یوازې مسلمانانو ، دهغه  موافقانو او نیکو خلکو ته مخصوص نه دی،بلکې سرکشان او بد خلک همپکې شاملیږي. هغه بزرګوار د الهی پراخ رحمت او عطوفت  بیلګه ده او پخپله ئې په  په کرتو فرمائيلی دي چې  هغه بزرګوار ته  داسې وبولوو،؛ السَّلامُ عَلَيْكَ أَيُّهَا الرَّحْمَةُ الْوَاسِعَةُ»  او البته واضحه ده چې الهي رحمت به په ټولو ووریږي. داسې ښکاری  دغه شان  امام او رهبر  د ظلم ، انحراف ،نفاق، کفر او شرک په مقابل کې له پریکندوالی څخه د برخمنیدا په  وخت به د  انسان د الهی  او فطری حقوقو مجري او ددینی لږکیو  ملاتړی وي.،لکه دهغه نیکه حضرت محمد مصطفی (ص) او آیمه اطهار علیهم السلام  د اهل کتاب  او حتی د اسلام ددین دمنکرانو امخالفانو  په وړاندې  د قرآڼي آیتونو څخه په الهام اخستو سره  داسې  وو او خپل پیروکار ئې دنورو دینونو او مذهبونو  له پيروکارو سره  په حق کې  انصاف او ښه چلند ته بللي دي. پر دې اساس روښانه ده چې دغه الهي شخصیّت ولې  ااو په کوم دلیل  د جهاد توره په لاس وي او پر مځکه ئې نه کیږدي څو خداوندمتعال  ورڅخه راضي شی،  له اهل کتاب او دنورو دینونو له پيروکارو سره د امام الزمان همدردي او نرمښت  دمهدوي نړیوال پراخ عدالت سره  پیوند خوري.

 هغه دغه راز د  مهدویّت په کلتور کې د دینونو له پيروکارو سره د چلند دبیلګې د مؤلفو په باب هم ووئيل، دې ته په پام سره چې   د حضرت امام مهدي  دنړیوال حکومت تحقق  له ټولو ملتونو اولږکیو سره د رغنده او منطقي تعامل ټينګیدا او دعدالت بشپړ اجرا ته ضرورت لري،دنورو دینونو  له مشرانو او پیروکارو سره د هغه بزرګوار  ارتباطي سلوک او چلند ارزونه  دمسلمانانو  لپاره یوه چلندي بیلګه  ګڼل کیدلی شی. شاید  پهدې زمینې ې د هغه چلندي بیلګې لومړنۍ مؤلفه  احترام ،مهرباني   او دلږکیو دحقوقو رعایت  ګڼل کیدلی شی. اسلام  ددینی لږکیو  حقوقو ته په  احترام سره تل په اسلامی ټولنې کې د اجتماعی عدالت دتامینولو په لټه کې دی. او نه یوازې د مسلمانانو لپاره ،بلکې  له مذهبی ،توکم ،ژبني  اورنګ  اختلاف سره سره د درستو انسانانو لپاره انساني حقوق په نظر کې نیول شوي دي . 

د درستو قرآني اصولو په اساس  اسلام  په اسلامی ټولنې کې د دینونو دپیروکارو لپاره دژوند طبیعي حقوق  او همداراز  دد وي لپاره  انساني اوښاریز حقوقو  په رسمیّت پيژندي ،البته  په دې شرطونو  چې دوي  دمسلمانانو لپاره کوم ګواښ او مزاحمت  ونه لرل شي او  د دوي په ضد کومه دسیسه او جنګ ونه کړي.

قرآن کریم په ډاګه  داسلام کلی سیاست ،هغه که د غیبت په زمانې کې وي او که د امام د ظهور په وخت کې ، د نورو دینونو اوملتونو دحقوقو  درعایت کولو په باب  داسې بیانوي.  خداوند تاسو  له هغو کسانو سره له نیکئ کولو او  ورسره انصاف کولو څځه چې  ددین په چارو کې له تاسو سره نه جنګیږی او تاسو  له خپل ټاټوبی نه وباسي ، نه منع کوی . بې شکه خداوند  انصاف کونکو  سره مینه لري( ممتحنه – ۸)

قرآن مجید با صراحت سیاست کلی اسلام را چه در عصر غیبت و چه در عصر ظهور درباره مراعات حقوق ملل و مذاهب بیگانه چنین بیان می‌کند: «خداوند شما را از نیکی کردن و دادگری با کسانی که در امر دین با شما نجنگیده و شما را از دیارتان بیرون نکرده‌اند، منع نمی‌کند. بی‌تردید خداوند دادگران را دوست می‌دارد.» (ممتحنه، ۸)

 https://isfahan.iqna.ir/fa/news/4170886

captcha