یوه هغه روده چې په قرآنی تربیت کې ورباندې پوهانو بحث او ارزونې کړي دي ، دخداوندمتعال په درګاه کې د عا او لمنځ دی. د اسلام په تربیتی مکتب کې ددعا مقوله دومره پراخه ده چې دا دیوه کلتور په توګه ګڼل کیدلی شي چې دانسان په ژوند کې ډير برکتونه لري.
دعا په تربیّت کې یوه اغیزشیندونکي روده ده چې ډيرې معنوي اغیزې لري، دعا له انسان سره د خداي رابطه پياوړي کونکې ده او د هیڅ یوه عمل لپاره له دې لاښه اغیزه دتصورّ وړ نه ده. خداوندکریم په قرآن کریم کې د انسانانوارزښت د دوي له دعاګانو سره په تناسب کې ګڼي .
؛ قُلْ مَا يَعْبَأُ بِكُمْ رَبِّي لَوْلَا دُعَاؤُكُمْ فَقَدْ كَذَّبْتُمْ فَسَوْفَ يَكُونُ لِزَامًا ؛ ووایه، زما پروردګار به ستاسو لپاره ارزښت ته قایل نشي ، که دتاسو دعا نه وي ، تاسو (دخداي آیتونه او پیغمران) دروغ وبلل ، او (دا عمل ) به ستاسو لمن راګیره کړي او له تاسو به جدا نشي (فرقان:77)
د ځان د پوهولو لپاره د یوې تربیّتي رودې په توګه دعاله ککړتیاؤ څخه د نفس د پاکولو ،دخداي دیادولو او ددندو دترسره کولو او خلقت نظام ته د پام کولو او له دوي سره دغږملتیا لپاره د مسئولیّتونو د یادولو لپاره د هڅې سبب کیږي. هغه ټکی چې د یادولو وړ دی،دا دی چې په اسلام کې دعا له مسئولیّته تښته نه ده ،بلکې د شخصي ژوند دمسئولیّت دترسره کولو او داجتماعي ژمنتیا سره سمون خوري او د انسان د لازیاتې هڅې سبب کیږي. دعا په عین حال کې آرامښت ډالۍ کوي ، د شخصیّت دغوړیدا او د ذهني فعالیتونو د رابرسیره کیدا سبب کیږي.
د حضرت مریم په کیسې کې ، دعا ډير تربیّتي رول او اغیزې لري. هماغه شان چې مور مریم خالصانه دعا د هغې او دهغې دبچي په حق کې قبلیږي. ذْ قَالَتِ امْرَأَتُ عِمْرَانَ رَبِّ إِنِّي نَذَرْتُ لَكَ مَا فِي بَطْنِي مُحَرَّرًا فَتَقَبَّلْ مِنِّي إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ ؛ په یاد کړئ،کله چې همسر(عمران)ووئیل، خداوندا! هغه څه چې په رحم کې ئې لرم ، د تا لپاره مو نذر کړل، چې ؛محرّر؛ (د تادکور دخدمت لباره ، آزاد)ووسي. له مائې قبول کړه ، چې ته ډير آوریدونکی او توانا ئې (ال عمران:35).
مور حضرت مری» له خداِ څخه په غوښتې سره او د خداي تعالی په درګاه کې د شتون په احساس او په پراخ الهي علم آوریدنې باندې په اقرار سره ددعا آ داب رعایت کړي دي.