
د ایکنا د راپور له مخې چې د عراق نون خبري آژانس څخه ئې نقل کړیراغلي دي، د حسيني شعائرو او موکبونو ادارې په یوې اعلامیې کې ویلي چې د محرم د عزادارۍ او خدماتي موکبونو لپاره ئې، چې د عراق له ټولو ولایتونو او بېلابېلو هېوادونو څخه د حسینی اربعین په زیارت کې برخه اخلي، ۱۴ زره مالي مرستې او جوازونه صادر کړي دي.
یادې ادارې په اعلامیې کې زیاته کړې چې د روان کال د محرم د لومړۍ لسو شپو ورځو لپاره د عزادارۍ او خدماتي موکبونو ۷۴۶ رسمي جوازونه صادر شوي دي.
د دې ادارې مشر محمد کریم عزیز ( Mohammad Karim Aziz ) له نون خبري آژانس سره په مرکې کې وویل؛دغې ادارې د محرم الحرام د لومړیو لسو ورځو او د حسینی تاسوعا او عاشور د مراسمو لومړني چمتووالي بشپړ کړي او د رسمي جوازونو د تنظیم او وېش لپاره ئې ځانګړې کمېټه جوړه کړې ده.
هغه څرګنده کړه چې دغه کمېټه له درو ادارو جوړه ده:
د بین الحرمین اداره،
د کربلا د پولیسو قومانداني،
او د امام حسین(ع) سپېڅلی حرم.
د نوموړي په وینا، همدا کمېټي د عزادارۍ او خدماتي موکبونو لپاره رسمي جوازونه صادروي.

محمد کریم عزیز زیاته کړه چې په دې غونډې کې د محرم د لومړۍ لسیزې د مراسمو د ترسره کولو پر څرنګوالي هوکړه وشوه؛ هغه مراسم چې د محرم له لومړۍ شپې د عزا او ویر د بیرغ د بدلولو له دستوره پیلېږي او د محرم تر لسمې ورځې د «طویریج» تر مراسمو پورې دوام کوي.
هغه وویل چې د تېر کال د محرم په پرتله د موکبونو شمېر ۲۵ سلنه زیات شوی دی.
نوموړي د اربعین د زیارت په اړه هم وویل؛ دغې ادارې د حسيني عزادارۍ او خدماتي موکبونو لپاره، چې د عراق له ټولو ولایتونو او د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه راځي، ۱۴ زره مالي مرستې او جوازونه صادر کړي دي، او دا شمېر هر کال په زیاتېدو دی.

https://iqna.ir/fa/news/4357365