IQNA

په حسيني حرم کې د مرتل قرآن دويم ختم ضبط شو

14:25 - October 12, 2025
د خبر لمبر: 3491846
ایکنا - د حسيني مقدس حرم د قرآن  د نړيوال تبليغ  مرکز له خوا په کربلا کې د قرآن کريم  د مرتل دويم ختم  هم ضبط شو.

 ايکنانیوز د حسيني مقدس حرم  د ارتباطو د ادارې له قوله راپور راکړ، دا قرآني ختم د «علي حسن شمران» په غږ سره ضبط شوی چې قاري او حافظ قرآن دی او په عراق کې د قرآني وړتیاؤ او استعدادونو ملي پلان   یو  زده کړيال(زده کونکی)  دی.

د حسيني حرم مرتل قرآن دويم ختم د «ورش له نافع» روايت سره ترسره شوی او دا لومړی قرآني ختم دی چې په دې روايت سره د کربلا قرآني سپوږمکیز  چینل  په سټوديو کې ضبط کېږي.

د حسيني حرم د قرآن د نړيوال  تبليغ  د مرکز مرستيال مدير شبخ علي عبود الطائي، په دې اړه وويل: دا قرآني ختم  له اته مياشتو څخه په زیات وخت کې ترسره شوي دی.

هغه وويل چې شخصاً ئې په دغې پروژې مستقیمه څارنه کړې ده، دغه ځوان قاري په مسلطې اجرا سره دا مرتل قرآن ضبط کړی چې په ملي پلان کې ګډون کوونکو زده کړيالانو د پرمختګ کچه ښئي چې هغوی ته رسېدلي دي.

الطائي ټينګار وکړ: دا عمل د قرآني استعدادونو لپاره يوه مهمه   لاس ته راوړنه  او کامیابی ده  او د هغو کارونو ټولګه  زياتوي چې دغه مرکز ئې د قرآن کريم خدمت او د ډول ډول تلاوتونو د خپرولو لپاره وړاندې کوي.

بايد ويل شي چې لومړنی مرتل قرآن ختم د عراقي حافظ  منتظر رعد په غږ سره، په حسيني حرم کې ضبط شوی دی او دويم قرآني ختم د قرآني استعدادونو پروژې په چوکاټ کې د حسيني حرم د قرآن د نړيوال  تبليغ  د مرکز د دوامدارو  هڅو برخه ده چې د قاريانو او حافظانو ملاتړ کوي او د هغوی غږیزو او اجرائي وړتياؤ ته پراختيا ورکوي.

https://iqna.ir/fa/news/4310013

captcha