په مخکینیو بحصونو کې په شریعت باندې دعمل نتیجه او لازموالی چط د انسان چارې وې، خبرې شوي دي ، په دې معنا چې د عمل لازمه د ژوند په ټولو پړاؤنو اوسټایلونو کې د نظم دمنلو په احکامو باندې عمل دی.په عین حال کې دین په مستقیم او غیر مستقیمه بڼه هم د نظم او انضباط د رعایتولو په زمینې کې ډيرې اغیزې لري. د نظم د رعایتولو په باب د اسلام ترټولو جوت یوټینګار دمومنانو دامیر حضرت امام علی علیه السلام دا کلام دی چې فرمائي ؛ تاسو او زمان ټول بچیان اوټوله کونرۍ او هر هغه څوک چې دغه وصیّت ورته رسیږي، الهی تقوا او په ژوند کې نظم او دخلکو ترمینځ اصلاح ته بولم:::په ژوند کې د نظم اهمیّت تر دې حده دی چې د مومنانو امیر(ع) د خپل برکتناک ژوند په ترټولووروستیو حساسو شیبو کې هم له لمانځه ،روژې د دوي په څير له نورو واجباتو مخکې پر نظم ټينګار کوي. دوي نظم له الهي تقوا وروسته ګرځولی دی او ددغه فرمایش پراخ خطاب د ؛ هرهغه چا ته چې دغه دغه سپارښتنه وررسیږي،؛ په تعبیر سره دټولنې ټولو وګو ته شوی دی.
اوس د پوښتنې ځاي دا دی چې دا مسئله څرنګه واجب او د مونږ په بحثونو او خبرو کې تر یوه مهم او اساسی حده ئې ځاي نه دی موندلی او ورباندې ټينګار نه کیږي.د چارو پر نظم د امام علی علیه السلام د ټينګار پیل په دې دی چې اسلامی ټولنه عمومي هدف لري چې دهغه هدف پوره کیدا په عمومي سویه کې د نظم له شتون او رعایتولو سره تړلی دی او له نظم او انتظام پرته ، دغه لوړ او خپل نهائي هدف ته رسیدلو به پاتې شو ،اساسا دهر کار د بریالیتوب دشرطونو پشمول او د نتیجې د ترلاسه کولو پورې ئې شرط ، منظم چلند او د نظم او پلانونې باندې مشتمل دی.
البته په لویه سویه نظم د منظمونې ،برابریدا او دترتیب د رعایتولو، له هرډول بې نظمۍ ، لټۍ او د کارنیمګړتیاؤڅخه د ډډه کولو په څير مؤلفو ته اړتیا لريڅو ټولنه له بشپړ منظمیدا او غږملتیاڅخه برخمنه شي .د دین په منظمومې کې د نظم او انضباط د کارندوالي او دځائيګي د ټاکلو اوبیانولو لپاره باید د لومړیتوب، د وخت د ویش ، پلانونې ،د چارو د تدبیر، اقتصادي نظم او معیشتي تقدیر په څير پر مؤلفو تمرکز وشي.