ایکنانیوز د سټریټ ټایمز له قوله راپورراکړ، د تایلینډ په ناراتیوات کې د اسلامی کلتوري میراث او د قرآن د زده کړې مرکزمیوزیم د قرآن کریم د تاریخي نسخو پشمول د ۷۸ تاریخي آثارو د ټولګې په نندارتون سره خپلې دروازې پر عامو خلکو پرانیستي دی.
ددغه میوزیم د اجرائي کمیټې یوه مسئول حزامي صالح وئيلي دي، چې دغه نسخې له ۱۵۰ کلونو رانیولې تر ۱۱۰۰ کلونو پورې مخینه لري.
دغه میوزیم چې د ناراتیوات صوبې په ۱۱ کلومیټرۍ کې ددغه هیواد په جنوب کې په یینګو مسلمان میشته سیمې کې واقع دی ، هغه آثار پکې شامل دي چې د تایلینډ ،چین اوی من د ټولنو اسلامی میراث نندارې ته وړاندې کوي.
صالح ووئيل، له ملایشیا او نورو هیوادونو څخه د ټوریسټانو پشمول ټول لیدونکي دغه ځانګړي آثار لیدلی شي.په دغې ټولګې د قرآڼ کریم له نسخو ورآخوا د د ښکار، ژب پيژندنې طالع بیني ، کشتۍ جوړونې ،سندر کچ کونې او د مسلمانانو د ژوند لیک په څير په مختلفو موضوعګانو کې د عربی نړۍ او مالایا ټاپو وزمې ځيني لاسلیک شوي نسخې هم شاملې دي.
صالح ددغو آثارو په تیره بیا د قرآن د هغو خطي نسخو د ساتنې په اهمیّت چې د څرمنې په جلدو د کاغذ او یا د پوستکي څخه په جوړو شوو پاڼو سره په ډير ظرافت سره جوړ شوي دي ،ټینګار وکړ،؛ دغه قرآنونه په مختلفو اندازو کې په عربی یا جاوي خط باندې په تورې جوهرط سره لیکل شوي دي او په چیني-مالایی-عربی بیلګو سره ښکلي کړی شوي دي او طلائي کارونو سره پکې تذهیب شوی دی.
په دغه مرکز کې چې د تایلینډ د جنوبی ولایتونو یا صوبو د مدیریّت د ادارې او دکلتور د وزارت په ملګرتیا سره تاسیس شوی دی ،قرآنی او اسلامی علوم هم تدریس کیږي.
په دغه مرکز کې له سلو کلونو رانیولې تر اته سوه کلونو پورې مخینه لرونکي د قرآڼ ۷۰ پخوانۍ نسخې هم ساتل کیږي او د پروژو په بشپړتیا سره به دغه مرکز د عامو خلکو لپاره او د تر ممکن حده د ټولو لپاره پکې د زده کړې په پړاؤنو کې دشتون امکان برابر شي.