IQNA

حضرت ارمیا پیغمبر څوک ؤ؟

15:03 - August 04, 2024
د خبر لمبر: 3489634
ایکنا – حضرت ارمیا د حلقیا زوی،  له میلاده مخکې په شپږمې او اومې پيړۍ کې  دبنی اسرائيلو یو لوي پیغمبر وو چې  په قرآن کریم کې ئې جوته نامه نه ده راغلې ،خو د ځینو تفسیرونو او روایتونو په سرچینو کې د قرآن د ځينو آیتونو په ذیل کې  هغه یاد شوی دی .

حضرت ارمیا  پیغمبر څوک ؤ؟ایکنا – حضرت ارمیا د حلقیا زوی،  له میلاده مخکې په شپږمې او اومې پيړۍ کې  دبنی اسرائيلو یو لوي پیغمبر وو چې  په قرآن کریم کې ئې جوته نامه نه ده راغلې ،خو د ځینو تفسیرونو او روایتونو په سرچینو کې د قرآن د ځينو آیتونو په ذیل کې  هغه یاد شوی دی.په عبري ژبې کې ددغه پیغمبر اصلي نامه، پریم یاهو یعنی ناڅاپي بخښي   ده. دغه نامه په اسلامی سرچینو کې د ارمیاء، اُرمیاء او یرمیا په بڼه راغلې ده . ځیني هغه  هماغه قدرمن پیغمبر ګڼلی  چې  له  مرګه وروسته بیرته تر سلو کلونو پورې ژوندی شو. په یوه روایت کې راغلی دي چې ارمیا  هماغه د جالوت د پړاؤ پیغبمر  دی چې  خلکو له هغه غوښتي څو د هغوي لپاره پاچا وټاکي او هغه هم طالوت  د خدای په فرمان سره انتخاب کړ.ځينو وئيلي دی ، رزدشت  د ارمیا یو شاګرد او یاد یوه شاګرد  خدمت کونکی دی.
ارمیا  کابو په ۶۴۵ق م  کال. د اورشلیم په شمال ختیځ کې په  واقع عنانوت یا غنائوت کې په یوې روحانی کورنۍ کې زیږیدلی ؤ. دهغه پلار د عناتوت  کنیسې یو خادم او د داؤد د وخت یو غوره روحاني دی او په کابو ۵۹۰ ق م کې  دیوه قول پّ اساس ، په (دفته ) ښار کې د یهودیانو په لاس شهید شو.   یو هغه خدمت چې  آرمیا ترسره کړی،  د بخت النصر په لاس  له ورانیدا وروسته د مصر آبادول دي.
خداوند کریم  ارمیا  د  بني اسرائيلو د هدایت او ارشاد لپاره د هغوی په لور ورلیږ. هغه په پیل کې ځان په دغه مسئولیّت ترسره کولو کې بې وسه باله او له خداي تعالی ئې  مرسته غوښتله. خداي تعالی  د مسئولیت په ترسره کولو کې له خپل بې نهایت قدرته  له هغه  سره ملاتړ او ملتیا یاد کړې ده . همداراز وئيل شوي دي ارمیا  د  د خلکو د اخلاقي فساد او د سیاسی کمزورتیا او  د واکولانو د ستمګرۍ په دلیل  دخلکو د پوهولو لپاره  له هر وخت و فرصته استفاده کوله. همداراز  ئې هغوی ته د بخت النصر د یرغلونو او د اورشلیم  د ورانیدا خبر ورکاوه تر دې چې  پر هغه د بابل د تالی څټیتوب او  وطن  ته دخیانت تور  ولګول شو او  او د دروغجنو پیغمبرانو او کاهنانو او پادریانو له خوا ئې ډير کړاؤنه اواذیتونه ولیدل او د  وژل کیدا  ترحده ورسید.

captcha