ایکنانیوز راپور راکړ،د اسلامي ملګرتیا موسیسې (OIC) لوړپوړې غونډه د ستمبر د ۲۲ په ماښام، په نیویارک کې د رسول الله حضرت محمد (ص) د زېږېدنې د یو زر او پنځه سوه کلنۍ لمانځنې په موخه جوړه شوه. دا غونډه د «د سولې او زغم کلتور» په عنوان سره ترسره شوه.
په دغې غونډې کې، ګډونوالو د رسول الله (ص) د شخصیت د اړخونو، د هغه د سیرت او د اسلام د اصیلو تعلیماتو د خپرولو د اهمیت، د سولې او د دینونو او قومونو ترمینځ د ګډ سوله ایز ژوند د رامینځته کولو لپاره د یوې نمونې په توګه، د مظلومانو ملاتړ، د توکمپرستۍ او توپير پر وړاندې مبارزه، د دروغو او کرکې او نفرت د خپرولو پر وړاندې مقابله او د اسلام ضده پروپیګنډو د کمولو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي په خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د دې مبارکې کلنۍ لمانځنې نوښت د اسلامي ملګرتیا موسیسېپه چوکاټ کې یوازې یو سمبولیک مناسبت نه دی، بلکې د هغو لوړو اخلاقي او انساني ارزښتونو پر بنسټ د عمل کولو لپاره یوه صادقانه بلنه ده چې رسول الله (ص) یې مظهر و.
هغه زیاته کړه: دا بلنه نړیواله ټولنه هڅوي چې په ژوره توګه دغو تلپاتې ارزښتونو ته پام وکړي چې له سرحدونو او دینونوڅخه ورآخوا دي او کولی شي د پراخو کلتوري او تعلیمي همکاریو او بشري نوښتونو لپاره الهام بخښونکي وي چې درناوی او متقابل تفاهم ته وده ورکړي. دا هغه ارزښتونه دي چې نن سبا نړۍ د خلکو او ملتونو ترمینځ د لا صمیمي اړیکو رامنځته کولو لپاره ورته اړتیا لري.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر یادونه وکړه: د صهیونیسټي رژیم جنایتونه د فلسطین د خلکو پر وړاندې د عدالت او انسانیت د نړیوالو ارزښتونو او د رسول الله (ص) د میراث پر وړاندې ښکاره توهین او سپکاوی دی، چې فرمایلي: «څوک چې یو کس بې له دې چې هغه د بل کس د قتل یا په ځمکه کې د فساد له امله وي ووژني، لکه دا چې ټول انسانان یې وژلي وي.»
سید عباس عراقچي وویل: مونږ د رسول الله (ص) د مظلومانو د دفاع لپاره بلنې ته لبیک وایو.
هغه ټینګار وکړ: دا قرآني اصل د نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې د انساني کرامت د ساتنې، د بشریت تر څنګ ودریږي او د جنایتکارانو د وحشی ډوله جنایتونو له امله د حساب ورکولو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
عراقچي زیاته کړه: د حضرت محمد (ص) پیغام ټول بشریت ته دی، ځکه دا زمونږ د ګډ رنځ سره تړاو لري.
عراقچي په پای کې وویل: د رسول الله د زېږېدنې یو زر او پنځه سوه کلنۍ لمانځنه نه یوازې د تېر وخت په درناوي یادونه ده، بلکې راتلونکي ته یوه مسؤلانه کتنه هم ده.
https://iqna.ir/fa/news/4306767