ایکنا نیوز د الجزیره له قوله راپور راکوي، ، په نایروبي کې په یوه ارام ګاونډ کې، د نړیوال «هلال زیتون» (Olive Crescent) ښوونځي په توګه یوه ماډرن ودانۍ په روښانه رنګونو سره واقع ده چې په څو کلونو کې، دا ښوونځی په کینیا کې د اوسمهاله اسلامي تعلیم په صحنې کې یوه مهمه نښه ګرځېدلې، چې د یوې غیرعربي یا غیر مسلمان هېواد کې دی، که څه هم د مسلمانانو د پام وړ نفوس پکې ژوند کوي.
دا ښوونځی چې د هغه مسؤلینو لخوا «د سنت او ماډرنوالي یو ترکیب» ښودل شوی، د یو داسې ډول نمونې وړاندې کولو په لټه کې دی چې د نړیوال اکاډمیک تعلیم او اسلامي هویت ترمنځ توازن رامنځته کړي په هغه هېواد کې چې والدین د دې لپاره چې د دوی ماشومانو لپاره د راتلونکي دروازې خلاصې کړي پرته له دې چې د دوی کلتوري او دیني ریښې له منځه یوسي، د تعلیمي ادارو په انتخاب کې سره رقابت کوي.
د دغه اسلامي ښوونځي د پرانیستلو نظریه، په کینیا کې د مسلمانو کورنیو د ورځني اړتیا په پام کې په نیولو سره په تبیره بیا په نایروبي کې، د یوې تعلیمي ادارې ته چې د دوی ماشومانو ته نړیوال معتبر تعلیم وړاندې کړي، پرته له دې چې دوی له دوی دیني او کلتوري ریښې جلا کړي، راپورته شوه.
ډېر والدین د دوو متضادو انتخابونو سره مخ دي یعنې یا د ځایي اسلامي ښوونځي چې پر دیني مطالعو او قرآن حفظ تمرکز لري، خو ځینې وختونه د نړیوالو پوهنتونونو داخلې لپاره اړین علمي ژورتیا ته اړتیا نلري،
یا معتبر نړیوال ښوونځي چې بشپړ غربي نصاب لري او د اسلامي هویت لپاره ډېر کم ځای پریږدي؛ په داسې حال کې «هلال زیتون» پروژه اجرا شوه چې ټینګار یې کوي چې د دې دوو (قرآني دیني تعلیم له ماډرن علومو سره په یووخت ) ترکیب نه یوازې ممکن دی، بلکې اړین دی.
د دې ښوونځي مالک، شیخ سعید الراجي، الجزیرې نت ته د هغه د نوم د اهمیت په اړه وویل چې کلمه «زیتون» په قرآن کریم کې د «والتین والزیتون: د انجیر او زیتون قسم» او په نورو آیتونو کې ذکر شوې ده. کلمه «زیتون» عموماً د آرامښت او ډاډ په معنی وي، په داسې حال کې چې د سپوږمۍ هلال د اسلام نښه ده، نو مونږ غوښتل چې دا دوه یوځای کړو.
په ښوونځي کې د کارول شوي نصاب، د برتانیې نصاب دی چې لوړ ګریډ زده کونکي د «آی جی سی اس ای» (IGCSE) (د مینځني تعلیم نړیوال عمومي سند چې انګریزي ژبې پر بنسټ دی یعنی او لیول ،اې لیول) امتحانونو لپاره چمتو کوي او په ورته وخت کې هر درس، یا له لارې د دیني ارزښتونو یو خاي په تعلیمي متنونو کې او یا له لارې د هغو فعالیتونو چې اخلاقي مفاهیم او هویت پیاوړي کوي، اسلامي اړخ لري.
الراجي چې د کاناډا سومالیائي توکمه دی تشریح کوي چې د هغه د دې ښوونځي د جوړولو لپاره انګیزه، د یو داسې نسل روزل و چې اسلامي ارزښتونه ولري او دا ارزښتونه د برتانیې کمبريج نصاب سره ترکیب کوي.
له دې چې هلال زیتون درې کاله مخکې پرانیستل شوی، دا ښوونځی ډېر ماشومان د کینیايي مسلمانو کورنیو او حتی ځینو ګاونډيو هېوادونو څخه ځان ته جذب کړي دي
هالونه هم د قرآن د حفظ لپاره ځانګړي شوي دي چې هلته زده کونکي خپل حفظ ته په «تنزیل مرکز» کې د متخصصو ښوونکو تر نظارت لاندې دوام ورکوي.
په دې ښوونځي په کوټو او هالونو کې، قرآن له علم سره ژوند کوي او د بخښنې او نظم ارزښتونه د لوړو اکاډمیک معیارونو سره سم ښودل کېږي.
https://iqna.ir/fa/news/4306469