IQNA

    د مصري خدای بخښلي قاري لمسئ

د شیخ الحصري لخوا اړمنو کسانو ته د قرآنی نسخو دډالئ کولوحکایت

11:18 - September 25, 2025
د خبر لمبر: 3491763
ایکنا - د مصر د یوه خدای بخښلي قاري شیخ محمود خلیل الحصري لمسي، قاضي ایمن عبدالحکم وویل: زما نیکه له بې وځلو سره یو مهربانه او له ماشومانو سره مینه لرونکی سړی و او د قرآن جیبي نسخو ترمینځ ئې پیسې اچولې او په پټه ئې اړمنو کسانو ته ورکولې.

 ایکنانیوز د نیوز روم له قوله راپور راکړی،د شیخ محمود خلیل الحصري لمسي، قاضي ایمن عبدالحکم، د  مصر د خداي بخښلي قاري په اړه د هغه د انسان دوستانه شخصیت په پاب  د مصر د «سي بي سي» (CBC) ټيلویژني چینل سره خبرې وکړې او ټینګار ئې وکړ: هغه یو زغم لرونکی، خوش اخلاقه،له فقرایانو سره مهربانه او له ماشومانو سره مینه لرونکی سړی و.

عبدالحکم د «ښځې دروغ نه شي ویلی» نومې پروګرام کې، چې وروستیو کې د شیخ الحصري د زېږېدنې ورځې په مناسبت له سي بي سي چینل څخهخپور شو، وویل: زما نیکه تل کله چې زه ماشوم وم، زه ئې په غېږې کې نیولم او نازولم به ئې . هغه وخت یو په زړه پورې ټکی دا و چې ډېر فقرایان او اړمن کسان زمونږ کور ته راتلل. هغه به په خپله د دوي هرکلی کاوه او هر یوه ته به یې د قرآن یوه جیبي نسخه ورکوله چې د هغې د پاڼو ترمنځ ئې پیسې پټې کړې وې، څو د چا احساسات زیانمن نه شي.

هغه زیاته کړه: زه به هره جمعه په قاهرې کې په امام حسین (ع) جومات کې د هغه تر څنګ ناست وم او هغه به سورة الکهف تلاوت کاوه. لسګونه لمونځ کوونکي به د لمانځه وروسته د هغه شاوخوا راټولېدل  څو د هغه له وجود څخه ګټه پورته کړي.

عبدالحکم وویل چې نیکه یې تل په جیب کې پیسې اچولې څو د خلکو ترمنځ ئې ووېشي او هغه هم د دې دود تر اغېز لاندې راغلی او دغه کار ته یې دوام ورکړی دی.

د شیخ الحصري لمسي یادونه وکړه: هغه به هر هغه چا ته چې یوه سوره حفظ کړي، ۲۵ قرش (د مصر له یو پونډ څخه کم) ورکول او که یې لویه سوره حفظ کړه، نو یو مصري پونډ به یې ورکاوه چې د ۱۹۷۰ لسیزې په اوږدو کې ډېرې پیسې وې.

په همدې اړه، د شیخ الحصري یوې لمسئ یاسمین الحصری هم  وویل: خدای  له ما سره مهرباني کړې او زه د یو داسې سړي لور یم چې کلونه یې د قرآن کریم د تلاوت مسؤلیت پر غاړه درلود، په تلاوت کې ئې صادق و او د قرآن په هر حرف چې یې تلاوت کاوه، د خدای په وړاندې یې خشوع کاوه.

هغې زیاته کړه: زما پلار یو مهربانه، دلسوزه، عاجز او د خدای او د هغه د رسول سره مینه لرونکی سړی و، هغه به تل د خدای او د هغه د رسول خبرې مونږ ته یادولې او غوښتل یې چې مونږ قرآن حفظ او په هغه کې فکر وکړو او د قرآن اخلاق زمونږ په ژوند کې پلي کړو، نه دا چې یوازې یې حفظ کړو. هغه همدارنګه لیواله و چې مونږ د نبوي سیرت سره اړیکه جوړه کړو او له هغه څخه الهام واخلو.

https://iqna.ir/fa/news/4306700

captcha