ایکنانیوز د رهبرۍ د ستر مقام د دفتر له قوله راپورراکړ،د ۲۰۲۵ کال په نړیوالو سیالیو کې د ایران د ازادې غیږ نیونې یا کُشتئ ملي ټیم له اتلولۍ وروسته، د ایران د اسلامي انقلاب معظم لارښود، حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای، په یوه پیغام کې د دوي د حیرانونکي هڅو،زیار او ستاینې وړ چلند ستاینه وکړه.
د اسلامی انقلاب د معظم لارښود د پیغام متن ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.
بسم الله الرحمن الرحیم
د کُشتۍ یا غیږنیونې د نړیوالې اتلولۍ په خاطر د غیږ نیونې ملي ټیم ته د دوي د حیرانونکي زیار ،هڅو او بیا ستاینې وړ چلند مننه کوم پر تاسو دې آفرین وي. د ځواک او معنویت ترکیب د لوړو ارزښتونو رامینځته کوونکی دی. ستاسو په ویاړ!
سیدعلي خامنهای
د ۱۴۰۴ کال د وږي یا سنبلې ۲۵
د ایران د اسلامي جمهوریت د ازادې غیږ نیونې یا کُشتئ ملي ټیم، ۱۲ کاله وروسته د نړیوالو غیږنیونې د نړیوالو سیالیو اتل شو او د دغو سیالیو په تاریخ کې ئې د ایران شپږمه اتلولي ثبت کړه.
https://iqna.ir/fa/news/4305427