IQNA

د امام خمیني (ره) لیدتوګې؛د نړیوال استکبار پر وړاندې د مقابلې لاره(مقاله)

14:27 - September 27, 2025
د خبر لمبر: 3491775
ایکنا - د ایران د اسلامي جمهوریت ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني (ره)  ټینګار کړی چې تاسو باید پوهه شئ چې له یوه  داسې ځواک سره مخ یاست چې باید ورڅخه  غفلت ونه کړئ، او د غفلت نه کولو معنی دا ده چې خپل ټول قدرت او هر څه زور چې لرئئ، د امریکا پر وړاندې وکاروئ.

ایکنانیوز د پارس ټوډي له قوله راپور راکړی، حضرت امام خمیني (ره) په تهران کې په یوې وینا کې ویلي وو: تاسو باید پوهه شئ چې تاسو له یوه داسې ځواک سره مخ یاست چې که یو څه غفلت وشي،نو ستاسو هیواد به له مینځه ولاړ شي. تاسو باید غفلت ونه کړئ. د غفلت نه کولو معنی دا ده چې خپل ټول ځواکونه او هر څه چغه او فریاد  چې زور ئې لرئ د امریکا پر وړاندې ئې وکاروئ. هر څه تظاهر چې لرئ، د هغو پر ضد ئې ترسره کړئ. هر عمل چې لرئ ئې، یعني مثبت عمل، د هغو  پر ضد ئې وکړئ. خپل ځواکونه سنبال کړئ.

د زبرځوکونو پر وړاندې د مقاومت درس

حضرت امام خمیني (ره) همدارنګه د لبنان د حزب ا... غورځنګ  د مرکزي شورا په غونډې کې په خپلې وینا کې یادونه  کړې: کله چې د ایران خلکو احساس کړه چې باید د پاچا او امریکا پر وړاندې خپل  مقاومت وکړي، نو دوي مقاومت وکړ او د  ۲۵۰۰  کلنی سلطنتي نظام ئې له منځه یووړ او نسکور  ئې کړ. دا یوه معجزه وه چې په ایران کې رامنځته شوه. او دا درس باید هیر نه کړو چې د ابرقدرتونو یا زبرځواکونو پر وړاندې باید مقاومت وشي.

اړین پوځي چمتووالی

په عین حال کې د ایران د اسلامي جمهوریت  ارواښاد بنسټګر د ایران ملت ته په خپل یوه پیغام کې ټینګار کړی و:باید د طوفاني څپو او فتنو د ماتولو او د آفتونو د سیلابونو د مخنیوي لپاره د صبر او ایمان په وسپنیزې وسلې  سنبال شو. هغه ملت چې د سوچه محمدي اسلام  په لاره روان دی او د استکبار، پیسو پرستۍ، متحجرینو او د مقدس بریښولو پر وړاندې دی، باید ټول وګړي  ئې بسیجي رضاکار  وي او اړین پوځي او دفاعي تخنیکونه  وپېژني، ځکه چې د خطرې په وخت کې هغه ملت سرلوړی او تلپاتې دی چې اکثریت ئې اړین پوځي چمتووالی ولري.

د شیطانانو پر وړاندې د مبارزې قوي اراده

حضرت امام خمیني (ره) په  یوه بل پیغام کې ویلي وو: د نړۍ آزاد خلک تل د زبرځواکونو په  تیره بیا د جنایتکارې امریکا له خوا زیانمن شوي دي او تر هغه چې د کفر او شرک نړیوال او سلطه‌غوښتونکې امریکا پر وړاندې د مقابلې لپاره خپله اراده پیاوړي نه کړي، هره ورځ به د نوي جنایت شاهد وي. د ایران شریف خلک باید پام وکړي چې نن سبا  د مبارزې او کلکې دریدا او مقاومت  ورځ ده د ټولو هغو شیطانانو پر وړاندې چې د نړۍ د ټولو  ابله پښو خلکو حقه حقوق د خپل  عیش و عشرت او عیاشیو او د هغو وسلو د تیارولو لپاره مصرفوي چې د تل لپاره د وږو  پر نړۍ حاکمان واوسي.

https://parstoday.ir/fa/iran-i23452

captcha