د قرآن په اصطلاح کې استدراج (نزدیکت)د نه بدلیدونکی او هراړخیز الهی سنت دی چې پر ګناه د انسان د ټينګار او نافرمانۍ له امله هغه سوکه سوکه د هلاکت بیخ ته او د ځوړتیا ګړنګ په لور کاږي. د استدراج په سنت کې الهي عقوبت به د کافرانو او دروغ ویونکو په څير د ډلو ټپلو لمن راګیره کړي. هغه ډير امتونه چې له خپلو پیغمبرانو سره ئې مخالفت کاوه ، له استدراج(سوکه سوکه نزدې کول) سره مخ شول؛ استدراج د ځينو هغو الهی عقوبتونو په اپوټه چې په یو هیړ رامینځةکیږي، یو ډول ورو ورو ترسره کیږی. د استدراج بحث د قرآن کریم په دوو آیتونو کې د پام وړ ګرځيدلی دی.
1 د اعراف سورې ۱۸۲آیت وَ الَّذينَ كَذَّبُوا بِآياتِنا سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لا يَعْلَمُونَ؛ هغه کسان چې د مونږ آیتونه دروغ ګڼلي دي،مونږ هغوي له هغې لارې چې نه ئې پيژندي،سوکه سوکه (د عذاب په لور) پرمخ بوځو:
2 د قلم سورې ۴۴ آیت ؛ فَذَرْني وَ مَنْ يُكَذِّبُ بِهذَا الْحَديثِ سَنَسْتَدْرِجُهُمْ مِنْ حَيْثُ لا يَعْلَمُون؛ نو مونږ هغه کسان چې دغه الهی حدیث(قرآن) دروغ ګڼي سپارو اومونږ دوی له هغې لارې چې نه ئې پيژني ، سوکه سوکه (د عذابپه لور) پرمخ بوځو؛:: دغه آیتونه بیانوي چې انسان څرنګه الهی آیتونو په دروغ بللو سره د استدراج په لومې کې ښکیلیږي او ورو ورو داسې په ګناه اوګمراهۍ کې غرق کیږی چې نور ئې ورڅخه د ژغورل کیدا او خلاصیدا امید نشته.
د استدراج قرآنی مفهوم د خدای له یاده د غفلت له امله د انسان د وجود او ژوند په پیچلتیا او یا هم سوکه سوکه ئې دخپل مقصد په لور د دوي د نسکوریدا ښودنه کوي. هغه کسان چې د خپل هدایت لپاره د خداوندمتعال له تکویني او تشریعي هدایتونو څخه او د هغه له ډول ډول ازمیښتونو څخه مثبتې اغیزې نه منی ، بلاخره په کلی ډول دخداي له خوا پریښودل کیږی او حتی د هغه د نتزل او ځوړتیا زمینې او امکانات ئې هم برابریږی څو خپل سپير انجام ته لا نزدې شي،ناغوښتي د خداوندمتعال له عذاب سره مخامخ شي.
د استدراج سنت داسې نښې نښانې لري چې ورته حتما او ضروري توجه کوو. د استدراج سنت په سختیو کې نه فعالیږي، بلکې پر ټولنې د نعمت په فضا کې د ځوړتیا په حال کې فعالیږي. خداوند متعال د استدراج د سنت په اساس ، ظالمانو ته فرصت ورکوي څو دخپل اخروي عذاب د لا سختیدا زمینه برابره کړي. البته د نعمت درلودل عذاب نه دی،بلکې دهغه لازمه شکر دی او که شکر ونشي، نو خداي تعالی وګړی پخپل حال پریږدي او د استدراج په سنت سره ئې له عذاب سره مخ کوي.
د استدراج د سنت په اساس د عذاب نښه دا ده چې انسان په دنیوي اقبال کې په کلي توګه له خدایه غافل دی او په هیڅ ډول هغه کار چې دهغه په ژوند کې د الهیّت او معنویّت د شتون نښه وي، نه ترسره کوي، نو که دنیا چا وته مخ کړي او هغه ذاکر شي او هغه نعمتونه د الهی عشق په لاره کې ولګوي،نو دا به د استدراج سنت نه وي.