او تاریخ د حضرت محمد صلی الله علیه و اله وسلم په عظمت د هغوې اعترافات ثبت کړي دي.
د «فرهنګیان» د پوهنتون د علمي پلاوي غړي په یوه یادښت کښې چې د خراسان رضوي ایکنا خبري اژانس ته یې ورکړی دی د پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د شخصیت په هکله ولیکل: ځینو لویدیځو او غیر مسلمانو متفکرانو د اسلام د عظمت او د پیغمبر د شخصیت د پرتم په هکله خبرې کړي دي او تاریخ د اسلام د مکرم نبي په عظمت د هغوې اعترافات ثبت کړي دي.
د فرانسې متفکر لامارتین ترکیه په تاریخ نوم کتاب کښې لیکلي دي که چیرې هغه ضوابط او اصول چې په وسیله یې د انسان شخصیت او نابغه توب سنجوو د امکاناتو له کمښت سره سره د هدفونو لوړوالی اوحیرانونکي نتیجې وي نو بیا څوک دی چې جرات وکړي د تاریخ هیڅ یو لوی کس د اسلام له نبي اکرم محمد مصطفی سره پرتله کړي؟ د نړۍ مشهورو کسانو وسلې جوړې کړې او د ځانونو لپاره یې قوانین جوړ کړل او امپراطوریانې یې پیل کړې خو د هغوې کمزوری پرتم چې لږه موده وروسته د هغوې په لمسیو کښې له مینځه ولاړ هیر کړی شو.
خو د تاریخ دغه ستر شخصیت( محمد ص) د دغو امپراطریو له جوړولوپرته د خلکو مخ ته د صراط مستقیم یعني نیغ په نیغه لاره کیښودله.
«مهاتما ګاندي» له «ینګ انډیا» ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویلي وو غوښتل مې چې د داسې کس صفات وپيژندم چې له جنګ پرته یې د میلیونونو خلکو زړونه ځان ته جلب کړي وي په کامل ډول قانع شوم چې پیغمبر ص دغه مقام د تورې په وسیله نه دی لاس ته راړی بلکې په خدای او په خپل رسالت باندې د هغه له پریکنده اطمینان سره یوځاې د پیغمبر د زړورتیا،له ځانه د تیریدا او د ساده ژوند کولو په دلیل وو. دغه راز «راما کریشنا» په « محمد نبي» نومې کتاب کښې لیکلي دي: نشو کولای د محمد شخصیت د هغه په ټولو زاویو سره وپیژنو.
خو هغه څه چې زما په وس کښې دي پیغمبر د وجود او د ژوند د سمندر یو څاڅکی دی.
محمد صلی الله علیه و اله وسلم یو قاضي، اقتصاد پوه،سیاستوال، مصلح، د یتیمانو ملګری او د میرمنو ازادونکی و؛ د هغه د بشري ژوند په ټولو لارو کښې دغه ټول رولونه پیغمبر د دې جوګه کړی دی چې هغه د بشر د تاریخ اتل ووسي.
«مونکومری وات» «محمد په مکه» کښې کتاب کښې لیکلي دي: د باورونو په لاره کښې د کړاونو او د سختیو په اوږو کولو لپاره د دغه سړي وس او استعداد او د هغو کسانو په وړاندې چې پر محمد یې ایمان راوړی و او هغه یې خپل رهبر باله د هغه لوړ اخلاقي طبیعت، د هغه د بې بدیله شاهکارونو په څنګ کښې ټول د محمد په شخصیت کښې په اصیل عدالت او پاکیزګۍ دلالت کوي.
«اواردګیبون سیمون اوکلی» د «ختیځ د امپرتور» په نوم کتاب کښې لیکلي دي: د اسلامي دعوت نشر نه دی چې د حیرانتیا سبب ګرځي بلکې د هغه ثبات او دوام موندل دي چې مونږ یې تعجب ته مجبوره کړي یوو او اوس هم هغه نیک او جالب اغیز چې محمد په مکه او مدینه کښې رامینځته کړ په خپل هماغه قوت اوپرتم سره د اسلام د اغاز د دولسو پیړیو له تیریدا سره سره اوس هم د هندیانو،د افریقایانو او د ترکانو په زړونو کښې باقي پاتی دی.مسلمانانو له دې سره سره چې خدای پاک یې یوازې د عقل او انسانی احساساتو له لارې پیژندلی و.وتوانیدل د یوه واحد پیکر په توګه په خدای باندې د ایمان د فتنو په مقابل کښې ودریږي. او اشهد ان لا اله ال الله و اشهد ان محمدا رسول الله وینا په اسانۍ سره د اسلام او د مسلمانانو ګواهي او شهادت وګرځوي.
ډاکټر زویمر «ختیځ او د هغه د عادتونو» په نوم کتاب کښې لیکلي دي محمد بې شکه د مسلمانانو تر ټولوستر دیني مشر دی او ویلی شو چې هغه وسمن اصلاح کوونکی، بلاغت لرونکی وینا وال او جسارت لرونکی جنګیالی او ستر متفکر و او دا جایزه خبره نه ده چې د دغو صفاتو چې پیغمبر او د هغه قران راوړل مخالف شیان بیان کړو.
https://khorasan.iqna.ir/fa/news/4237006