د ژبې یوه بله ناروغۍ چې د دښمنۍ د رامینځته کیدا او د بشري ټولنې د دړې وړې کیدا سبب کیږي خصومت یعني دښمنۍ ده.
خصومت په لغت کښې د دښمنۍ او جنګ او د اخلاقو د عالمانو په نظر د مال د ترلاسه کولو یا د حق د اخیستلو لپاره له نورو سره د ژبني جنګ په معنا دی.
له نورو خلکو سره د انسان ژبنۍ شخړې ته هغه وخت چې وغواړي یو څه پیسې ترلاسه کړي یا کوم شی په حقه یا ناحقه له هغه سلب او اخیستل شوی دی ترلاسه کړي خصومت ویل کیږي؛ نو د دغه جګړې هدف مالي یا حقوقي اړخ دی؛ البته کله نه کله خصومت د خپلې عقیدې د اثبات لپاره له نورو سره د لفظي او ژبنې جنګ په معنا هم کارول شوی دی چې شاید وکولای شو هغه هم یو ډول د حق ترلاسه کول ونوموو.
څرنګه چې معلومه ده هر ډول خصومت یعني شخړه اخلاقي رذایل نشو ګڼلی.
له دې کبله د اخلاقو عالمان خصومت په دوو ممدوحو (ستایل شویو) او مذمو(مذمت شوي) ډولونو ویشي.
عقل او شرح د خصومت او شخړې ځینې ډولونه ستایلي دي او ځینې نور خصومتونه یې بیا رټلي دي.
خصومت یعني شخړه هغه وخت چې سړی په خپل حقانیت یقین وکړي او یا د هغه لپاره شرعي حجت ولري او له بلې خوا د خپل حق د ترلاسه کولو لپاره له شخړې پرته بله لاره ونلري نو یو خوښ کار دی.
د بشر عقل د ظلم د ناوړه توب په حکم د ظلم منل ناوړه او ناخوښ کار ګڼي؛ له دې کبله د حق ترلاسه کول او د ظلم ختمول ستايي او هغه وخت چې د حق د ترلاسه کولو لپاره له شخړې پرته بله چاره ونلري نو دغه شخړه کول ستايي او سپارښتنه کوي او البته هر څه چې عقل سلیم وستايي شریعت هم ورباندې ټپه وهي او په دغه حال کښې شخړه د غضب د ځواک فضلیبت ګڼل کیږي.
خصومت یعني شخړه هغه ځای رټل شوی ده هغه وخت چې شخړه کونکی پوه شي چې دې په ناحقه دی یا په خپل حقانیت کښې شک لري .
د اسلام ګران پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم وفرمائیل «إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللَّهِ الْأَلَّهُ الْحَصِيمُ«
د خدای په نظر تر ټولو مبغوض کس شخړه کونکی لج باز انسان دی.
حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم د مذمت شوي شخړې په هکله هم فرمائیلي دي «مَنْ جَادَل فِي خُصُومَةٍ بِغَيْرِ عِلْمٍ لَمْ يَزَلْ فِي سَخَطِ اللَّهِ حَتَّى يَنْزَعَ» هر څوک چې له خبرتیا پرته په شخړې کښې لج بازۍ وکړي تر هغه وخته چې په هغه حال کښې دی الاهي غصه ده.
د مذمت شوي شخړې په ځینو جرړو کښې دښمنۍ، کینې ، حسد او له مال سره مینې او یا د مقام ترلاسه کولو ته اشاره کولای شو.
د دغه ناروغۍ د درملنې لپاره یوه عملي لاره د هغه پرضد اقدام ترسره کول یعني طیب کلام دی.
طیب کلام یعني له مودبانه ، ښکلي وینا او ښو خبرو استفاده کول.
انسان باید ځان د طیب کلام یعني د ښکلیو خبرو لرلو ته ژمن کړي؛ یعني له بل کس سره د خبرو اترو په وخت د ادب د رعایتولو کوشش وکړي او له داسې مطالبو استفاده وکړي چې نیک او خوښ دي.
هماغه ډول چې شخړه او مرا او مجادله یعني لانجه دښمنۍ رامینځته کونکي دي د دوې په اپوټه یعني طیب کلام یعني ښکلي وینا د دوستۍ سبب ګرځي او دوستۍ رامینځته کونکي ده.
کله چې مخاطب ، بل سړی په وینا کښې ځیر وویني نو په هغه کښې جذبیږي.
اوس که چیرې دغه ځانګړتیا په ټولنه کښې وي نو د وحدت او د اتحاد سبب ګرځي ؛ د خصومت په اپوته چې اختلاف رامینځته کونکی دی.