وئيل شوي دي چې توکل په اصطلاح کې په خداي د ډاډمنیدا او له خلکو څخه د ناامیدئ او خداي ته د تسلیمیدا او یوازې پر هغه داعتماد درلودلو په معنا دی.
د هغو آيتونو په مضمونونو کې په فکر کولو سره چې په هغو کې توکل کارول شوی دی، مشاهده کیږي، چې په متوکل کس کې ځيني تفکرات او صفتونه رابرسیره شوي دي.
لومړی باؤر له یوه پلوه د خداوند متعال پر قدرت او علم انحصاري تکیې او اعتماد او ډاډمنیدا په معنا دی او دوهم ظهور ، د ایمان،تسلیمیدا،اعتماد ،تقوا او صبر پهشان ځیني ځانګړنې . په ټول کې په متوکل کس کې ددغو باؤرونو او اوصافو شتون له خدای تعالی سره د عبد په باب یو ډول خصوصي ارتباط بڼه مومي چې توّکل نومیږي.
پر دې اساس توکل د یوه پلوه دخداي تعالی پرقدرت او علم انحصاري تکیې ، اعتماد او ډاډمنیدا په معنا او له خلکو څخه ناامیديیا بل هر خپلواکه علت.پر دې اساس، متوکل هغه څوک دی چې پوهیږي، هرڅه دخداي په اختیار کې دي او هغه پر ټولو امورو کفالت کوي اوپه همدې خاطر یوازې او یوازې پر هغه متکي دی ؛ د تفسیر المیزان لیکوال هم توکل خداي ته دخپل تدبیر ورسپارل ، هغه د مشیّت منل او هغه د چارو په تدبیر کې د خپل وکیل جوړولو په معنا ګڼي .ددغې موضوع لازمه د خداي په احکامو باندې عمل کول او د پر خپلې ارادې د هغه د ارادې برلاسه کول دي.
البته توکل د ظاهری اسبابو پر لغوي معنا نه دی، بلکې له دغو سببونو څخه د اعتماد سلبول او په خداوندمتعال باندې د اعتماد کول دي چې ټول اسباب د هغه په مشیّت دي. د مثال په توګه ،حضرت موسی علیه السلام خپل قوم ته وفرمائيل؛ وَ قَالَ مُوسَى يَا قَوْمِ إِنْ كُنْتُمْ آمَنْتُمْ بِاللَّهِ فَعَلَيْهِ تَوَكَّلُوا إِنْ كُنْتُمْ مُسْلِمِينَ»(یونس سوره= 84 ) په دغه آیت کې په پیل کې توکل دایمان له درلودلو سره مشروط کړی او بیا ئې کلام له بل شرط سره، یعني اسلام سره ئې پاي ته رسولی دی. حقیقت دا دی چې مومن په پیل کې په اجمالي توګه د خپل پروردګار له مقام سره بلدیږي او باؤر کوي چې هغه دټولو سببونو ترټولولوي سبب دی او د عالم د چارو ټول تدبیرون ه دهغه په لاس کې دي. دا ایمان اوباؤ هغه اړباسي څو خپل کارونه خدای ته تسلیم کړی او هیڅکله دنورو په ظاهري شیانو باندې هیڅکله هم اعتماد او باؤر ونه کړي. د تسلیم لازمه دا ده چې مؤمن پر خداي خپل ټول توّکل کونکی شي.
https://iqna.ir/en/news/3492376