ایکنانیوز د صدی البلاد له قوله راپور راکړ،ددغه مرکز مسئولانو په یوې اعلامیې کې وئيلي دي،د سنګاپور په جوماتونو باندې د حملې لپاره هڅه په انټرنیټ کې د خپرو شوو افراط پالو مطلبونو د محتوا ښکاره نتیجه ده او د نیوزیلینډ د جوماتونو په ضد د ؛برینټن تارانټ؛ له مجرمانه حملې څخه الهام اخستی یو اقدام دی.
دغه سنګاپوري ځوان په ۲۰۲۲کال کې دافراطي آئيډیالوچۍ تر اغیزو لاندې ورغلی او د ټولنیزو چینلونو له لارې ئې له یوه بل ۱۸ځوان سره چې توکمپالې عقیدې ئې درلودې، ارتباط ټينګ کړی، دغه ۱۸ځوان پر ملایشیاوالو او هندوانو په څير په قومونو باندې د چینیانو، کوریاوالو او جاپانیانو په څير د ځيوتوکمونو د برلاسه کیدا عقیده درلوده.
همداراز څيړنو ښودلې ده چې تورن څو ځله د ګرَمې وسلې هم په لاس پورته کړې ، و په دغه کار بریالی شوی نه دیا و هغه نیّت درلود، د ترټولو زیات تاوان رسولو په موخې سره د جمعې لمانځه له ختمیدا وروسته په جوماتونو باندې حملې وکړي او زیات خلک قربانی کړي اولږترلږه څه دپاسه سل مسلمانان ووژني .
دغه سنګاپوري ځوان د روان کال په مارچ میاشت کې سنګاپور د داخلی امنیت د قانون په اساس ونیول شو او ونه توانید ، دغه ترهه ګره دسیسه اجرا کړي.
د الازهر له افراط پالنې سره د مبارزې برخې همداراز په دغې اعلامیې کې ټينګار کړی دی، دغه شان پيښې د انټرنیت له لارې د فراط پالو آئيډیالوجیو د خپریدا له امله د هغو خطرو اندازه چې په ځوانانو کې د تاؤتریخوالي اوکرکې احساس پیاوړی کوي، ښئ ؛ پر دې اساس دا چاره د دغې ائيډیالوجۍ په وسیله د دود شوي تاؤتریخوالي او افراط پالنې سره د مبارزې او له دغو منفي آئيډیاؤ سره د مقابلې لپاره د ټولنې د پوهولو د زیاتولو پر اهمیّت د ټينګار لياره دنړیوالو هلوځ لو زیاتلو ته ضرورت لري.
همداراز لازمه ده ، د هغو انټرنیټي فعالیتونو باندې د څارنې لپاره چې د کرکې او افراط پالنې زهر خوروي،د اغیز شیندونکو لارو چارو د اعمالولو لپاره لاس په کار کیدل ضروري دي.
د الازهر دغې ادارې په پاي کې د ګډ سوله ایز چاپيریال ته د رسیدا په موخې سره، له دین او توکم ته له پامه پرته دټولنې په ټولو ډلو ټپلو کې دګډ ژوند او د ارزښتونو د احترام د پراختیا لپاره د هڅې او له انحرافي افکارو سره دمقابلې لپاره ددیني،حکومتي او اجتماعي اورګانونو د ملګرتیا د پیاوړتیا پر اهمیّت ټينګار وکړ.
https://iqna.ir/fa/news/4274965