IQNA

د سریلانکا د قرآن کریم د دریم پړاو سیالۍ به ترسره شي

13:12 - November 18, 2025
د خبر لمبر: 3492029
ایکنا  د قرآن کریم د ملي سیالیو درېیمه دوره به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر له ۱۸مې څخه تر ۲۰مې پورې د سریلانکا په پلازمېنې کولمبو کې ترسره شي.

 ایکنانیوز د «صراحه» برېښنايي ورځپاڼې له قوله راپور راکړی، د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت به د هند له لارې د دې هېواد د مذهبي سلاکارئ په وسیله، د سریلانکا د اسلامي دیني او فرهنګي چارو له ادارې سره په ملګرتیا او د سعودي سفارت د څار لاندې، د قرآن کریم د ۲۰۲۵ملي سیالۍ  ترسره کړي.

د دغو  سیالیو موخه د سریلانکا د مسلمانې ټولنې غړو د قرآن کریم  حفظ او د آیتونو  باندې تدبر ته هڅول دي.

دا سیالي هغو زده‌کوونکو لپاره پرانیستل شوي  چې په عربي مدرسو،د قرآن حفظ په مرکزونو کې چې د اسلامي چارو له ادارې سره ثبت دي، او همدارنګه په معتبره خصوصي او دولتي ښوونځیو کې ئې نوم‌ليکنه کړی وي. ګډونوال به د هلکانو او انجونو په څلورو ډلو کې وویشل شي:  

ټاکل شوې چې د سیالیو مقدماتي پړاو به د ۲۰۲۵ کال د نومبر له ۱۸مې څخه تر ۲۲مې پورې د سریلانکا په پنځو مرکزونو کې ترسره شي، او وروستۍ مرحله به د دسمبر له ۱۸مې تر ۲۰مې په کولمبو کې ترسره شي.

دغه سیالۍ د سعودي عربستان د اسلامي چارو، دعوت او ارشاد وزارت د هلو ځلو یوه برخه ده چې موخه یې د قرآن کریم دودول،د حفظ او د هغه د علومو ملاتړ، او د قرآني فرهنګ خپرول دي.دا د سعودي عربستان د هغې ژمنې څرګندونه کوي چې غواړي د اعتدال او منځلارې توب ارزښتونه پیاوړي کړي او د راتلونکو نسلونو دینی پوهاوی، هم په داخل کې او هم په بهر کې، لوړ کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4317303

captcha