IQNA

په نړۍ کې د صهيونيسټي رژیم د بایکاټ کمپاینونه دوام لري

13:59 - November 08, 2025
د خبر لمبر: 3491980
ایکنا – د ټولنیزو رسنیو فعالانو،د صهیونیسټي  وحشي رژيم د بائیکاټولو پر دوام  د ټينګار لپاره  کمپاینونه پیل کړي دی چې  د نړئ په سویه ئې تود هرکلی کیږي.

 ایکنانیوز د عربي ۲۱  له قوله راپور راکوي، د  ټولنیزو رسنیو فعالانو یو کمپاین پیل کړی چې د نیواکګر وحشي او تیریګر  رژیم پر ضد د بندیز  د غورځنګ په دوام باندې ټینګار وکړي.

د دغه کمپاین جوړوونکو تایید کړې چې دا غورځنګ به دوام ولري ځکه چې  نیواکګري  او وحشیتوب  بند شوی نه دی. د دې کمپاین له پیلولو وروسته، ټولنیزې رسِنۍ له زرګونو پوسټونو ډکې شوي چې د نیواکګرانو  د بایکاټ  د اړتیا په اړه  وو.

دا پوسټونه د نیواکګرو  ملاتړ کوونکو شرکتونو په اړه معلومات لري  او همدارنګه ویډیوګانې  هم پکې شته چې د دې وحشي  رژیم جنایتونه ئې  ثبت کړي دي.

د نیواکګر وحشي او تیریګر اسرائیلي رژیم د بایکاټولو لپاره نړیوالې غوښتنې په بې مخینې ډول  چټکې شوي دي.  له کلونو کلونو وروسته  چې دا غورځنګ کم رنګه شوی و، اوس دا په یوې ښکارندې  بدل شوی چې هنرمندان، لوبغاړي او ښه مشهور سیاستمدارانو په غزې کې د اسرائیلو  د نسل وژونکي جګړې پر ضد ددغه کمپاین هرکلی کړی دي.

ګارډین خپرونې راپور ورکړی چې د غزې جګړې هغه څه  ناکام کړي چې  هغه پخوانئ اجماع  ئې نومولې چې له دې مخکې تل أبيب ،له نړیوالو جدي  دباؤنو څخه خوندي ساتلې وه.   پر دې سربیره ، د اسرائیلی شرکتونو یا هغو کسانو د بایکاټولو غوښتنې چې له دوی سره تجارت کوي، د دغه تیریګر او  په کلتوري او سپورټي  پيښو کې ددغه سپیر رژیم د ګډون مخنیوی  او د پوهنتوني ملګرتیاؤ بندول، په چټکۍ سره  له  حاشیې  په اصلي  بهیر پراخیږي.

ګارډین راپور ورکړی چې ډېرې  ترسره شوي مرکې د اسرائیلو او حماس ترمینځ  د اوربند د تړون  له اعلانه مخکې شوې وې، خو فعالانو ټینګار کړی چې دباؤنه به دوام ورکړي.

د بایکاټ   پانګونه نه کول او بندیز غورځنګ (BDS) د اوربند  په پلان نیوکې کړي  او دا ئې  د اسرائیلو  فاشسټ  او وحشي رژیم لخوا جوړه  شوې دسیسه نومولې  څو ځان له نړیوالې انزوا  وژغوري او له مدني ټولنې  ئې غوښتنه وکړه چې د دغه وحشي او جنایتکار  رژیم پر ضد دې خپلې هڅې لازیاتې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4315407   

captcha