د ایکنا د راپور له مخې، چې د فری پرس ژورنال له قوله دی وئیل شوی دي، د پولیسو له خوا د ممبۍ د جوماتونو لاؤډسپیکرونه ضبط شول. په دې عملیاتو کې د جوماتونو، مندرونو، کلیساوو او سیکانو د عبادت ځایونو ټولټال ۱۶۰۸ لاؤډسپیکرونه ضبط شول چې یوازې ۱۱۴۹ ئې د جوماتونو وو.
په ځواب کې، ځینو جوماتونو تخنیکي او نوښتګرې لارې غوره کړې. په ماهاراشترا نګر کې ځینو خلکو په خپلو اپارتمانونو کې داسې سپیکرونه نصب کړل چې مستقیم د جوماتونو سره وصل دي.
یو موبایل اپلیکیشن چې «OnlineAzan» نومېږي او څلور کاله مخکې په تامیل ناډو کې جوړ شوی و، اوس په ممبئ کې ډېر مشهور شوی دی. دا اپلیکیشن په اصل کې هغو خلکو لپاره جوړ شوی و چې د جوماتونو څخه لرې اوسېږي او اذان نشي اورېدلی.
د دې اپلیکیشن جوړونکي په پیل کې نه غوښتل چې دا له ممبۍ جوماتونو سره شریک کړي، خو د دوی اړتیا ته په کتو یې دا اپلیکیشن ورکړ. دا اپلیکیشن خلکو ته اجازه ورکوي چې د خپل نږدې جومات اذان ژوندۍ واوري.
مسجد نور په چیتا کمپ کې لومړی جومات و چې دا اپلیکیشن ئې وکاروه او د خلکو له خوا یې مثبت غبرګون ترلاسه کړ. مسجد بدیع او مسجد ماهیم هم دې لارې ته مخه کړې ده.
دا یو مهم بدلون ښيي چې د اذان اقامه د مسلمانانو په ورځني ژوند کې څومره اهمیت لري، په ځانګړي ډول د دې نویو محدودیتونو سره سره.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۵ کال کې د هند سترې محکمې له لسو بجو د شپې څخه تر شپږو بجو د سهار پورې د هر ډول غږوونکو وسیلو استعمال بند کړی و، چې پکې د جومات اذان هم شامل دی.
په دې وروستیو کلونو کې د هندو افراطي ډلو لخوا پر جوماتونو او مسلمانانو څو څو ځله بریدونه شوي او د اذان پر غږولو شکایتونه شوي دي. له کله چې بهاراتیا جاناتا ګوند د نریندرا مودي په مشرۍ واک ته رسېدلی، اسلامهراسي په هند کې ډېره زیاته شوې او افراطي هندوان د هرې بهانې په ترڅ کې پر مسلمانانو، د هغوی ښوونځیو، جوماتونو او کاروبارونو بریدونه کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4294399