
د ایکنا د راپور له مخې، په لبنان کې د ایران پخوانی کلتوري سلایار ، لیکوال او فرهنګي کرکتونکی، عباس خامهیار، په یوې لیکنه کې چې «له مهاتیر سره؛ د هغه په سل کلنۍ کې» نومېږي، لیکي: په ننني نړۍ کې کم کسان شته چې د مهاتیر محمد نوم ئې نه وي اورېدلی، یا د هغه له سیاسي او تاریخي قد او قامت څخه بېپروا تېر شي. نسلونه او ملتونه، پرته له جغرافیائي پولو، په هغه کې داسې څېره ویني چې د یو هېواد په کچه اراده او فکر خوځنده کولی شي. رښتیا هم، ګران دی چې د اوسمهاله ملایشیا انځور له هغه بېل تصور شي؛ نننۍ ملایشیا په ډېرو برخو کې د هغه پر اوږو ولاړه ده. د دې هېواد د اوسمهاله تاریخ روایت د مهاتیر له یاد پرته نیمګړی دی، ځکه د هغه رول نه یوازې په سیاسي واک کې، بلکې د ملي ذهنیت او د خپلې ټولنې د هراړخیز اعتماد په جوړولو کې بنسټیز او پاتېکېدونکی دی.
سره له دې، د هغه پرلهپسې سیاسي فعالیتونه او د محبوبیت په اوج کې د استعفا پرېکړه د ملایشیا د ټولنې د یوې برخې لپاره د منلو وړ نه وه. ډېرو کسانو تمه لرله چې هغه دې د ټولو ویاړونو او تاریخي رول وروسته، په آرام سره له صحنې ووځي او خپل میراث ئېلانجمنو راتلونکو نسلونو ته پرېږدي. خو… دا «خو» هغه ټکی دی چې مهاتیر د نړۍ له ډېرو مشرانو جلا کوي. هغه ځان د یوې ناتمامې دندې څښتن باله؛ داسې مأموریت چې تر هغې یې نه پرېږدي څو پورې د خبرداري، نیوکې او د ملي ګټو د دفاع وس لري. د هغه په اند سیاست څوکۍ نه، بلکې د خپلواکئ او عدالت د ساتلو یو سنګر دی.

اوس چې له ویاړمنو سل کلونو څو میاشتې ئې هم تېرې شوې دي، هغه لا هم د اسلامي نړۍ د مسایلو په وړاندې د ځوانۍ په شان ولاړ دی؛ په ځانګړي ډول د فلسطین په مسئله کې. زمانه نه ده توانېدلې چې د هغه انساني صداقت او سیاسي غیرت کم کړي. د هغه تېز لید، هوښیار ذهن، راتلونکې لیدلوری او استعماري پرېکون لا هم ژوندی دی؛ داسې چې کلونو تجربه ئې خبرو ته لا نور کلک هوډ او اراده ورکړې ده.
هغه چې د نوې ملایشیا پلار» بلل کېږي، د هغه د نوښتونو او خدمتونو نښې د ملایشیا په هر ګوټ کې لیدل کېږي.
سره له دې ټولو، په وروستیو کلونو کې د سیاسي جګړو او سختو ګوندیزو سیالیو له امله، په تېرو انتخاباتو کې هغه له یوې تراخې ماتې سره مخ شو؛ خو دا ماتې نه د هغه میراث زیانمنوي او نه ئې تاریخي مقام. دا پایله تر ډېره د نسلونو د بدلون او د ملتیشیا په ماډرن سیاست کې د قدرت د طبیعي دوران کیسه ده.
تیره اونۍ داسې فرصت برابر شو چې زه د کابو څلوېښتو نړیوالو فرهنګي څيړاندو سره ـ هر یو د خپل شخصي او نه رسمي دریځ له مخې ـ د دې لپاره په یوه پلاوي کې ښکېل شوم چې د مهاتیر محمد له نوم سره تړلې یوې «فکري او تمدني ټولنې» د مؤسسو او امناءوو په توګه ورسره وګورو. دا لیدنه د ملایشیا په سیاسي پلازمېنه پوتراجایا، کې، د هغه په شخصي دفتر کې ترسره شوه؛ هغه ځای چې لا هم د هغه تود شتون ، ژور نظر او ژوندی ذهن پکې احساسېږي.

د مهاتیر زړه لا هم د اسلامي نړۍ لپاره درزېږي
هغه د دیني زدهکړو او قرآني مفاهیمو د ژور فهم پر ضرورت ټینګار وکړ او قرآن کریم ته ګرځیدل ئې د عدالت د پلي کېدو او د امت د ژغورنې یوازینی لار وبلله؛ داسې ستنېدل چې شعاري نه، بلکې د ټولنې د سمون عملي نقشه ده.
په همدې لړۍ کې ئې د رسول الله (ص) سیرت ته په اشارې، د نبوي حکومت نمونه د عدالت، نظم او مسئولیتپذیرۍ بېساری مثال وباله.

هغه زما د دې پوښتنې په ځواب کې چې «د مسلمانانو سکوت د فلسطینیانو پر وړاندې د ظلم په اړه څه معنا لري او څه باید وشي؟» وویل چې اړتیا ده مسلمانان د نوې زمانې د اړیکو له وسایلو څخه په هوښیارۍ سره کار واخلي؛ په ځانګړي ډول د موبایل ټيلیفونونو او ټولنیزو چینلونو څخه، څو د ملتونو سره خبرې وکړي او د اسلام او مسلمانانو ریښتینی مخ بیان کړي. د هغه په باور، په یوې نړۍ کې چې د لویدیځ پیاوړي رسنۍ اسلام په ناحقه د ترهګرۍ په نامه بدناموي، چُپتیا او بېغورې روا نه ده، بلکې مسلمانان باید خپل پیغام د زمانې په ژبه او د نوې ټکنالوژۍ له لارې نړۍ ته ورسوي.
https://iqna.ir/fa/news/4321077