
ایکنانیوز - په آل عمران سورې کې انسانان د الهي مغفرت او پراخ جنت پر لور د مخکښ کیدا بلنه ورکول کېږي (آل عمران: ۱۳۳)، او له ځینو کړنو له یادولو وروسته، د استغفار یادونه هم کوي او فرمایي: «أُوْلَئِكَ جَزَآؤُهُم مَّغْفِرَةٌ مِّن رَّبِّهِمْ وَ جَنَّاتٌ تَجْرِي مِن تَحْتِهَا الأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا وَ نِعْمَ أَجْرُ الْعَامِلِينَ؛
«هغوی ته د خپل رب له لوري بخښنه او هغه جنتونه دي چې تر وَنو لاندې ئې ویالې بهېږي؛ هغوی به پکې تلپاتې وي، او د نېکو عمل کوونکو اجر څومره ښه دی» (آل عمران: ۱۳۶).
یعنې د الهي جنت پر لور دمخکښ کیدونکو له شرطونو څخه یو هم استغفار دی.
د همدې سورې په لومړیو آیتونو کې،ددې په اپوټه راغلی دی: لومړی د متقیانو د جنتي پاداش یادونه کېږي، او بیا ئې د دنیائي حالت په بیان کې فرمائي: «الَّذِينَ يَقُولُونَ رَبَّنَا إِنَّنَا آمَنَّا فَاغْفِرْ لَنَا ذُنُوبَنَا وَ قِنَا عَذَابَ النَّارِ * الصَّابِرِينَ وَ الصَّادِقِينَ وَ الْقَانِتِينَ وَ الْمُنْفِقِينَ وَ الْمُسْتَغْفِرِينَ بِالْأَسْحَار» (آل عمران: 17).
«هغوی چې وایي: اې زمونږ ربه! مونږ ایمان راوړی، نو زمونږ ګناهونه وبخښه او مونږ د دوزخ له عذابه وساته.
هغوی صابرین دي، رښتیني دي، فرمانبرداره دي، انفاق کوونکي دي او د سحرونو په وخت کې استغفار کوونکي دي» (آل عمران: ۱۷).
په ذاریات سورې کې د پرهېزګارانو د جنتونو او چینو یادونه شوې او د هغوی د رب د نعمتونو ترلاسه کول بیان شوي دي:
«بېشکه متقیان په جنتونو او چینو کې دي، هغه څه اخلي چې رب ئې ورکړي دي، ځکه هغوی تر دې مخکې نېک عمل کوونکي وو» (ذاریات: ۱۵-۱۶).
دا آیت د «آخِذین» په کلمه پیلېږي او په «مُحسِنین» سره پاي ته رسېږي، یعنې په جنت کې د نېکۍ ترلاسه کول د دنیا د احسان او نېکو کړنو پایله ده.
وروسته دوه ګډې ځانګړنې یادوي؛ كَانُوا قَلِيلًا مِنَ اللَّيْلِ مَا يَهْجَعُونَ * وَ بِالْأَسْحَارِ هُمْ يَسْتَغْفِرُونَ» (ذاریات: 17-18).
«هغوی د شپې لږ ویده کېدل، او د سحر په وخت کې به ئې استغفار کاوه» (ذاریات: ۱۷-۱۸).
د مضارع فعل کارول د دوام او همېشوالي نښه ده؛ دا آیت ښئي چې د شپې عبادت او د سحر استغفار د هغوی همېشنی عمل و. همدارنګه څرګندوي چې د سحر وختی پاڅېدو کې، له ټولو ذکرونو څخه استغفار ځانګړی مقام لري او د عبادت لوړ ټکی ګڼل کېږي.
https://iqna.ir/en/news/3495305