
ایکنانیوز د پارس ټوډې د فارسی څانګې له قوله راپور راکړ،د کالیفورنیا والي وویل: ما هېڅکله فکر نه کاوه چې د خپل عمر په اوږدو کې به دا جمله ووایم. ګاوین نیوسام وویل: ټرمپ په تاریخي ډول د خلکو په مینځ کې کرکیجن دی. د ټرمپ واکمني تر هر څه زیات د واک شخصي کولو له مخې پېژندل کېږي.
د پرېکړو دودیز بنسټونه، له ډیپلوماټیک ارادې نیولې د ملي امنیت مشورتي میکانېزمونو پورې، څنډې ته شول. د لوئې پرېکړې د بنسټیز اجماع پر بنسټ،بلکې د فردي ارادې پر اساس ونیول شوې.
دا بدلون، د سیاسي علومو په ادبیاتو کې،له بنسټمحورې ډیموکراسۍ» څخه «شخصيمحورې رهبرۍ» ته د تګ یوه کلاسیکه نښه بلل کېږي؛هغه لاره چې عموماً له کورنئ بېثباتۍ او د عامه باور له کمښت سره مل وي.
د دې ډول واکمنۍ پایلې په بهرنۍ تګلارې کې لا روښانه دي.امریکا له خپل تاریخي رول څخه،چې د څو اړخیز نظم معمار و، واټن واخیست. ائتلافونه کمزوري شول. نړیوال تړونونه بېاعتباره شول. د لنډمهاله معاملې منطق د اوږدمهاله ستراتېژۍ ځای ونیو.
د ډېرو امریکائي متفکرانو او سیاستوالو په اند، د ټرمپ د واکمنۍ پایله دا شوه چې د متحدینو شکونه زیات شول او د امریکا سیالان زړور شول. په بل عبارت، د امریکا باؤؤ نه یوازې د پوځي ماتې له لارې، بلکې له داخله د باور د زوال له امله تشه شوه.
خو ښائي تر ټولو مهمه پایله د امریکا دننه رامینځته شوه. داسې ټولنه چې مخکې ئې د بنسټیزو ډیموکراتیکو اصولو پر سر نسبي اجماع لرله، سخته قطبي شوه.
توکمیز ،پرګنیز او کلتوري درزونه ژور شول. په ټاکنو، رسنیو او آن په قضائي نظام باندې ئېبې باوري زیاته شوه. قطبي کېدل له سیاسي سیالۍ واوښت او د هویت په بحران بدل شول، او د «یو ملت» مفهوم ئې تر پوښتنې لاندې راوست.
امریکائي ټولنپوهان باور لري چې په داسې حالاتو کې ډیموکراسي نه ړنګېږي او نه هم ټینګېږي، بلکې په یوه ستړیکیدونکي او ستومانه کونکي حالت کې ګیرېږي.
د دې پړاؤ سیاسي اقتصاد هم د امریکائي نظم د زوال لامل شو. د تعرفو تګلارې او سوداګریزې جګړې د نړیوالې سوداګرۍ قواعد بېثباته کړل.
ډالر لا هم برلاسی پاتې شو، خو د امریکا د اقتصادي مشرتوب رواوالی زیانمن شو. کله چې یو زبرځواک قدرت هغه قواعد مات کړي چې خپله ئې جوړ کړي وي، نو نور هېوادونه هم د پابند پاتې کېدو انګیزه له لاسه ورکوي. دا هماغه پړاو دی چې نړیوال نظم له «قاعدې» څخه په «لوڅ قدرت یا ځواک» بدلوي.
د امریکائي نظم زوال لازماً د بدیل نظم د سمدستي راڅرګندېدو معنا نه لري. نننی نړۍ تر ډېره د څو قطبي بېنظمۍ پر لور روانه ده؛ داسې وضعیت چې پکې هېڅ قدرت بشپړ مشرشتوب نه شي کولی او نه هم د هغه رواوالی لري. دا ډول خلا عموماً له سیمهییزو شخړو، یرغلیز اقتصادي سیالیو او جیوپولیټیک بېثباتۍ سره مل وي.
په دې لیدلوري، د نیوسام نیوکه یوازې د تېر وخت په اړه نه ده، بلکې د یوه له خطرې ډک راتلونکي خبرداری هم دی.
په سمبولیکه کچه هم ژور بدلون رامنځته شوی. «امریکایي خوب» چې یو وخت یې نړۍ ته الهام ورکاوه، اوس د امریکا په داخل کې تر شک لاندې ورغلی دی.
د نابرابرۍ زیاتوالی، د سیاسي استازیتوب بحران او د ټولنیز ناتوانۍ احساس، د نظام پر اغېزمنتیا باور کم کړی دی. کله چې د یو ستر قدرتمند هېواد وګړي د خپل راتلونکي په اړه بدبینه شي، د هغه هېواد نړیوال انځور هم تورتم کېږي. د قدرت او باؤؤ زوال مخکې له دې چې په جګړهییزو ډګرونو کې رامنځته شي، په ذهنونو کې پیلېږي.
ټاکونکې خبره دا ده چې دا بهیر یوازې په یوه وګړي پورې محدوده نه ده، خو د ټرمپ په پړاؤ کې ئې چټکتیا وموندله او بربنډ شو. هغه د بحران پیل کوونکی نه ؤ، بلکې څرګندونکی ئې ؤ؛ دا ډول مشران پټ درزونه ښکاره کوي او په عین وخت کې ئې ژوروي.
له همدې امله، د یوې ادارې پای ته رسېدل د بحران د پاي معنا نه لري. اوس اساسي پوښتنه دا ده چې ایا امریکا کولای شي خپل بنسټیز نظم او خپل ټولنیز درزونه بیرته ورغوي، که سوکه سوکه به ئې زوال یوې اوږدې مرحلې ته داخل شي؟
تاریخ ښئي چې ستر قدرتونه تر ډېره له داخله ستونزمن او وراسته کېږي، نه دا چې له بهر څخه ماتې خوري. که ټولنیز قطبي کېدل، بنسټیزه بېباوري او یو اړخیزه سټراټېژي دوام ومومي، نو د امریکایي نظم زوال به له یوې فرضیې څخه په تاریخي واقعیت بدل کړي.
https://parstoday.ir/fa/world-i35568