IQNA

د ۲۰۲۶ میلادي کال د حج د مراسمو په مناسبت د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود وینا

13:16 - May 26, 2026
د خبر لمبر: 3492830
لبَّیک، اللّهم لبَّیک، لبَّیک لا شریکَ لَکَ لبَّیک، اِنَّ‌ الحَمدَ وَ النِّعمَةَ لَکَ وَ المُلک... ای خدایه ستا بلنې ته لبیک وایم؛ ته هیڅ شریک نه لرې او ټولې ستاینې، درست نعمتونه او ټول مُلک (ولکه) او طاقت ستا له لورې او تا لره دی...

د سږ کال د حج ورځې هم راورسېدې او د اسلامي امت حج کوونکو، د بندګۍ احرامونه وتړل او تلبیه یې وویله چې  له مادي او عام ژوند څخه الهي او نېکمرغه ژوند ته هجرت وکړي؛ یو داسې توحیدي ژوند ته چې د حق جَلّ و عَلا، د بندګۍ  او له انداد الله او د خدای له شریکانو څخه په برائت او د هغوي پر نفي ولاړ دی. خو د دغه هجرت فرصت یوازې د بیت الله د سږ کال د حجیانو او زایرانو په قسمت کې نه دی او د ایران او درستې نړۍ ټول هغه وروڼه او خویندې پکې شاملې دي چې د عمر په تېرو کلونو کې حجیان شوي  یا هغه کسان چې لا یې دا توفیق نه دی نصیب شوی. د دغه هجرت شرط، د خدای د ذکر په محور د دائمي احرام تړل دي؛ د حق پر چورلیزهمېشنی طواف دی؛ د الهي فرایضو د لوړو غرونو په مینځ کې همېشنۍ سعي ده؛ د شرغواړي شیطان  او د هغه د ټولو غولوونکو جلوو او ټولو نوکرانو او چاروالو دایمي رمي او ویشتل دي؛ له توجه او تضرعه ډک وقوف دی؛ د خوار بېوزله او لاروي اطعام دی؛ د بې لارې کوونکو ګروهنو او هوسونو قرباني کول او د باطني پلیتیو توږل دي؛ او په ټولو حالاتو کې، د حق د خدمت لپاره تیار پاتېدل او د حق د دفاع د بېرغ رپول دي. او په دې ډول وه چې د ایران ولس د اسلامي انقلاب په میقات کې د همدغه هجرت په لاره کې ګام پورته کړ. د لوی خمیني ابراهیمي غږ ته یې لبیک ووایه، د سلطه منلو جامه یې له تنه وشوکوله، د دنیاوي او اخروي نېکمرغۍ احرام یې په تن کړ او په لبیک ویلو او هروله کولو سره یې هڅه وکړه چې د سوچه محمدي صلّی‌الله‌علیه‌وآله‌وسلّم اسلام له معارفو ګېر چاپېره طواف وکړي او ځان د نړۍ د عدل ځلانده نور او عظمی ولایت ته نزدې کړي. الله اکبر، الله اکبر، لااله‌الاالله والله اکبر، الله اکبر و لله‌الحمد، الله اکبر علی ما هدانا.

هو، الله اکبر... او په همدې د الله اکبر په وسلې سره وه چې د ایران ولس په تېرو اووڅلویښتو کلونو کې پاڅون وکړ، د پهلوي طاغوت، زورواکه او پییلی رژیم یې نسکور کړ، د طمعکارې او مستکبرې امریکا پښې او لاسونه یې پرې کړل او د صهیونزم نفوذ یې په بشپړه توګه غوڅ کړ. د الله اکبر په همدې وسلې سره وه چې  د ایران په خاوره د صدام د بعث رژیم له تیري وروسته،  غېرتمنو او له سره تېرو ځوانانو د سپېڅلې دفاع اته کلنه حماسه وپنځوله او د بعث له رژیمه د لویدیځ او ختیځ د ټولو طاقتونو له ملاتړونو سره سره یې، هغه په خپل ځای کښېناوه او دغه مقاومت یې په راتلونکو کلونو کې د اسلامي جمهوریت په خلاف د دښمنانو له اقتصادي کلابندۍ، کودتا، ظالمانه بندیزونو او بې شمېره سیاسي، تبلیغاتي او اقتصادي حملو سره سره ښه په کلکه او ټینګ جاري وساته.

والله اکبر... همدا د الله اکبر وسله وه چې د اسلامي امت او د مقاومت جبهې د مجاهدو ځوانانو د اتصال کړۍ یې له ایرانه تر لبنان او فلسطین او عراق او سوریې پورې، له افریقې او یمنه بیا تر افغانستان او پاکستانه او د نړۍ تر ټولو ازادي غواړو او غېرتمنو ولسونو پورې، پیاوړې کړه چې دغه حبل متین د غاصب صهیونسټي تیري ګرو په وړاندې د اسلامي امت د دفاع لپاره ودریږي، د داعش ټغر ورټول کړي ، طوفان الاقصی راوپنځوي او د لړزانده صهیونسټ رژیم ساګانې لنډې کړي.

الله اکبر؛ هو خدای تبارک و تعالی لوی دی تر دې چې وستایل شي... دا د الله اکبر وسله وه چې  دایران اسلامي جمهوریت پر هغې په تکیې سره وکړی شول  صهیونسټ رژیم  د ۱۴۰۴ ل کال  په غبرګولي کې  په دوهم تپلي جنګ کې  په خپلو درنو ګوزارونو سره وځپي،  تیري ګرې امریکا ته سخته څپېړه ورکړي او دښمن په خپله موخه کې چې د ایران تسلیمول وو ناکامه کړي. او د الله اکبر وسلې د ایران ولس ته داسې طاقت او ځواک ورکړ چې د نننۍ نړۍ د شقیانو په لاس د عظیم الشان قاید او د پېغمبر اکرم صلی الله علیه وآله وسلم د خلف او وړ بچي حضرت ایت الله العظمی سید علي حسیني خامنه اي اعلی الله مقامه الشریف د شهادت له بوږنوونکې پېښې وروسته یې الهي بعثت وکړ او په  هر ډګر کې چې ضرورت و  په خپل هر اړخیز شتون سره  یې د نړیوالو سترګې په خپلو ویاړونو وبریښولې.

 الله اکبر؛ په رښتیا چې خدای تبارک و تعالی تر دې لوړ دی چې وستایل شي... د الله اکبر په همدې وسلې سره وه چې  په اسلامي ایران کې غیرتمنو جنګیالیو او له سره تېرو وسلوالو ځواکونو،  په دریم تپلي جنګ کې د مقاومت جبهې له مجاهدانو په تېره بیا د خوږ لبنان د مجاهدانو په ملتیا سره د دوو ترهه ګرو او تر غاښ په وسلو سنبال امریکایي-صهیونیسټي پوځونو پر وړاندې، ډېر لوی بری لاسته راوړ؛ په حضرت حق په توکل او په ځمکه، هوا او سمندر کې د خپلو توغندیو او ډرونونو په وسیله یې لویه شېطانه یعنې امریکا او د هغې لاس پاللی حیوان صهیونیسټ رژیم رَمي کړ او د خدای د لارې له مجاهدانو سره د الهي نصرت وعده یې په خپلو سترګو ولیده.

 او بیا هم الله اکبر؛ بې شکه خدای تبارک و تعالی تر دې لوړ دی چې وستایل شي او د هغه لښکرې پر هر طاقت بریالۍ دي... او په همدې د الله اکبر په وسلې سره ده چې د ایران د ولس او د مقاومت جبهې  له بعثته وروسته به اسلامي بعثت رامینځته شي او له مشرکانو برائت به  د حج له رمي جمرات څخه د نړۍ په ټولو سیمو کې د مسلمانانو د وګړنیز، ټولنیز او سیاسي ژوند ټولو ډګرونو ته وغځیږي.

اسلامي امت او د سیمې ولسونه، ډېرې ګډې ګټې او وړتیاوې لري چې د نړۍ نوی نظم او د سیمې او نړۍ راتلونکی سسټم به جوړ کړي. زه په  صدق او خلوص سره  ټول اسلامي هیوادونه او دولتونه، دوستۍ او د خېر په کار او نیکۍ کې تعاون ته بلم چې د یو بل په ملتیا د اسلامي امت د پرمختګ او د اسلامي نړۍ د مسایلو د حل په لاره کې ګام پورته کړو. هغه څه چې په دې زمینه کې مسلّم دي د وخت ستنې شاته نه ستنیږي  او د سیمې ولسونه او ټاټوبي به نور د امریکایي اډو ډال پاتې نه شي.  امریکا پر دې سربېره چې په سیمه کې به د شرارت  او د خپلو پوځي اډو د ځاي پر ځای کولو لپاره امن ځای ونه لري، ورځ په ورځ له خپل حالته لرې کیږي. څپڅپانده صهیونسټي رژیم او د اسراییلو سرطاني دانه هم  د خپل  سپېره عمر وروستي وخت ته نزدې شوې او د خدای په فضل او  لس کاله مخکې د عظیم‌الشأن رهبر شهید قدس‌الله نفسه‌الزّکیّه، د قاطعې او راتلونکي لیدونکي  خبرې مطابق له  هغه تاریخه وروسته به پینځه ویشت کلونه ونه ویني، ان شاء الله.

له همدې امله سږ کال  له مشرکانو د برائت مساله دوه چنده اهمیت لري او له امریکا او صهیونسټ رژیم د برائت ژورتیا او پراختیا، د حج په موسم  او  میقات کې د برائت تر دستورو ورهاخوا وه او د ایران او نړۍ په مختلفو سیمو کې او له دغه مبارکو ورځو وروسته به، مړه دې وي امریکا او مړه دې وي اسراییل، د اسلامي امت او د نړۍ د مظلومانو په تېره بیا ځوانانو یو رایج او عام شعار وي.

  راتلونکی د اسلامي امت او د نوي اسلامي تمدن دی او په مونږ کې هر یو کولی شي د خپل همت، وړتیا او مسوولیت تر حده  د دغه راتلونکي د پرځایښت او ورته د نزدې کېدو په لاره کې رول ولوبوي.  ایراني حجیان او زایران په سږني حج کې د خپلو نورو مسلمانو وروڼو او خویندو لپاره د دریم تپلي جنګ د روایتولو او ځلانده راتلونکي ته د هغوي د هیلمنولو اغېزمن او لوی رول لري. له ټولو خوږو حجیانو غواړم چې د بشریت د ژغورونکي عجل‌الله‌تعالی‌فرجه په فرَج او راڅرګندېدو کې د بیړې لپاره دعا وکړي او د اسلامي امت د یووالي ، د فلسطین او مسجد الاقصی د ازادۍ ، د مسلمانانو د لویو ستونزو د ختمېدو او د استکبار په وړاندې وروستي بري ته د رسېدو لپاره  دعا وکړي او ما هم د خېر په دعاګانو کې هېر نه کړي.

 ای پالونکیه! پر محمد او آل محمد درود ولېږه او ټولو حجیانو او ټول اسلامي امت ته د خپل لطف او مهربانۍ نظر وکړه، د مقبول حج توفیق یې په نصیب کړه، زړونه یې د معرفت او بصیرت په انوارو وځلوه او د امت د حال د اصلاح او د اسلام پر دښمنانونو د هغوي د وروستي بري په لاره کې د حرکت لپاره  د هغوي هوډ او اراده لا پیاوړې کړه.

 ای پالونکیه! د خدای د لارې په شهیدانو په تېره بیا د مقاومت جبهې د شهیدانو او د هغوي په سر کې د عظیم الشان رهبر شهید اعلی الله مقامه الشریف په پاکو ارواو خپل پراخ رحمت نازل کړه، او د حجیانو له حج او د عبادتګزارو له عبادت او د هڅاندو له سعي څخه چې د امت د قاید په هدایت او راهبرۍ کې شامل دي، د هغه ملکوتي روح ته پراخه برخه په نصیب کړه، او د ایران له ولس او اسلامي امت سره د هغه د لارې او هدف په دوام کې مرسته وکړه.

الی پالونکیه! تر ټولو لوړ درودونه او سلامونه زمونږ په مولا او سرور حضرت مهدیِ منتظَر صلوات‌الله‌وسلامه‌علیه و علی آبائه‌الطاهرین نازل کړه، او مونږ ټول او اسلامي امت د هغه حضرت په زاکیه او مستجابې دعا کې شامل کړه، او نړۍ د هغه په مبارکو قدمونو منوره او ښکلې وګرځوه هغه شان چې وعده  دې کړې او زمونږ زړونه  په دغه حتمي وعدې له ډاډ او یقینه  خړوب دي. «وَعَدَ اللهُ الَّذینَ آمنوا مِنکُم وَ عَمِلوا الصّالِحاتِ لَیَستَخلِفَنَّهُم فی‌الارضِ کَما استَخلَفَ الَّذینَ مِن قَبلِهِم وَ لَیُمَکِّنَنَّ لَهُم دینَهُمُ اَلَّذِی ارتَضی لَهُم وَ لَیُبَدِّلَنَّهُم مِن بَعدِ خَوفِهِم اَمنا».

والسّلام علی جَمیعِ اِخواننا المسلمین و رحمة الله و برکاته

                               سیدمجتبی حسینی خامنه‌اي

د ۱۴۰۵ ل کال/ د غبرګولي/ ۵

د ۱۴۴۷ ق کال/ د ذی الحجې/ ۹

parstoday

captcha