IQNA

د حلالو محصولاتو په نړیوال بازار کې د ملایشیا مخکښي

4:54 - May 26, 2026
د خبر لمبر: 3492826
ایکنا - د یوې نړیوالې اعتبارسنجۍ ادارې شننې ښودلې چې ملایشیا د حکومتي ملاتړ په برکت د نړۍ د حلال صنعت په برخې کې مخکښ هېواد ګرځېدلی دی.

 ایکنا   د «سټار» له قوله  راپور ورکړی،  د BMI راپور ـ چې د Fitch Solutions د اقتصادي شننې اړوند بنسټ یوه څانګه ده ـ وایي چې د ملایشیا اداري اعتبار لا هم د حلال   د  نړیوال تصدیق په ډګر کې  دسیالۍ یو مهم   امتیاز ګڼل کېږي.

دغه اعتبار د حلال د نړیوال پېژندل شوي تصدیق د سیستم له خوا پیاوړی شوی، کوم چې د ملایشیا د اسلامي پراختیا وزارت (JAKIM) پلان  کړی دی.

BMI په خپلې اعلامیې کې ویلي چې جاکیم په پراخه کچه د حلال د معیار په توګه دقت، ثبات او عملي پخوالي له مخې پېژندل کېږي. دې ادارې  په خپلې اعلامیې کې وئيلي دي، چې د ملایشیا نفوذ له دې تصور څخه سرچینه اخلي چې د دې هېواد د تصدیق سیستم له تخنیکي پلوه باوري، په مسلکي ډول اداره کېدونکی او په نړیواله کچه د درک وړ دی.

په راپور کې راغلي چې ملایشیا له نسبتاً شتمن مصرفوونکي پرګنې څخه هم ګټه اخلي، داسې اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې به ۴۷.۶ سلنه کورنۍ له ۲۵ زره امریکائي ډالرو څخه زیات عاید ولري، چې دا کچه د مسلمان اکثریت لرونکو مخ پر ودې بازارونو لکه ترکیې (۲۵.۹ سلنه) او اندونشیا (۹.۶ سلنه) څخه لوړه ده.

سربېره پر دې، ملایشیا د حلال یو پراخ ایکوسیستم لري چې اسلامي مالي چارو، ګرځندوی، درمل جوړونې او صادراتو ته ځانګړې تولیدي برخې هم رانغاړي.

ملایشیا ډېر ژر د حلال د مدیریت رسمي کولو ته مخه کړه او په ۱۹۹۴ کال کې ئې د جاکیم د اسلامي خوړو او مصرفي توکو د څانګې تر چتر لاندې په ملي کچه د حکومت له خوا تایید شوی د حلال تصدیق معرفي کړ.

BMI په نړیواله کچه ویلي چې د حلال اقتصاد د شرعي اصولو د مراعت له یوې محدودې موضوع څخه په یوه ستر نړیوال سوداګریز او نظارتي سیستم بدل شوی، او حلال خواړه او مشروبات لا هم د دې تر ټولو لویه او پرمختللې برخه ګڼل کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4354249

captcha