
د ایکنا د راپور له مخې چې د الکفیل له قوله ئې خپور کړی راغلي دي ، له پېړیو راهیسې غرضي رسنیو د حقایقو په تحریفولو سره هڅه کړې چې د اهل بیتو(ع) د پیروانو د عقایدو په اړه د قرآن کریم په تړاو شکونه او شبهې خپرې کړي. ښائي تر ټولو عام دروغ دا وي چې ګواکې شیعیان خپل ځانګړی قرآن لري چې د مسلمانانو له اوسني قرآن سره توپیر لري؛ دا یوه ناامیده هڅه ده چې موخه ئې د اهل بیتو(ع) د مکتب پیروان د اسلام له اصلي سرچینې څخه جلا کول دي.
په همدې شرایطو کې،د علم او علماوو د مرکز نجف اشرف په زړه کې، او د امیرالمؤمنین(ع) د سپېڅلي حرم ترڅنګ، دغو تورونو ته ځواب یوازې د ویناوو له لارې نه، بلکې د یوه تاریخي اقدام یعنې د «مصحف نجف» (د نجف اشرف قرآني چاپ) د مخکتنې له لارې ورکړل شو، هغه اقدام چې د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۲۹ ئې دیني او فرهنګي محفلونه ولړزول. اوس پوښتنه دا ده چې د دې لاسته راوړنې حقیقت څه دی؟ ایا مونږ به له داسې بل قرآن سره مخ شو چې د نورو «شیعه قرآنونو» ترڅنګ ځای ونیسي،او که دا لاسته راوړنه به شک کوونکي او تور لګوونکي چُپ کړي
د ۲۰۲۶ کال د مئ په ۵مه، سهشنبه، د عباسي سپېڅلي آستان متولي، حجتالاسلام والمسلمین سید احمد الصافي،د حسيني او عباسي آستانو د قاریانو له یوه پلاوي سره په لیدنې کې ټینګار وکړ چې د نجف اشرف مصحف د هغو شبهاتو عملي ځواب دی چې د قرآن کریم په اړه د اهل بیتو(ع) د پیروانو پر ضد مطرح کېږي.
هغه وویل: «د نجف اشرف د قرآن د چاپ مفکوره او بېلابېل پړاوونه ئې په ۲۰۰۹ کال کې مطرح او اعلان شول، او کار ئې په تېرو پنځو کلونو کې بشپړ شو. دا پروژه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د رمضان په مبارکې میاشتې کې پای ته ورسېد او د امام رضا(ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت ئې رسماً مخکتنه وشوه.
نوموړي زیاته کړه: «دغه د قرآني نسخې مصحف چې د نجف اشرف نوم لري، د دې لپاره ځانګړی اهمیت لري چې د قرآن کریم په اړه د اهل بیتو(ع) د پیروانو پر ضد ځینې مطرح شوې شبهې ردوي.»
عراقي هنر لرونکی قرآن!
د ډېرو کلونو لپاره ټول عراق، په ځانګړي ډول نجف، په جوماتونو او بېلابېلو دیني غونډو کې د قرآن د وېش لپاره ئې پر هغو نسخو تکیه کړې وه چې له هېواده بهر چاپېدلې؛ خو په وروستیو کلونو کې د بیروت او مدینې د چاپ شوو نسخو پر ځای، د « نجف اشرف قرآن » پروژه چې د عباسي سپېڅلي آستان له خوا پیل شوې وه، د لومړني داسې قرآن په توګه راڅرګنده شوه چې له پیل تر پایه په بشپړه توګه په عراق کې چمتو او تولید شوی دی.
ټکنالوژي د سپېڅلي کار په خدمت کې!
عباسي سپېڅلي آستان د دې پروژې د بشپړولو لپاره یوازې د ښکلي خطاطۍ پر ښکلا بسنه ونه کړه، بلکې د چاپ، خپرولو او وېش لپاره ئې په دارالکفیل چاپخونې کې له نوې ټیکنالوژۍ څخه هم ګټه واخیسته، څو د نړیوالو معیارونو لرونکی قرآن تولید کړي.
https://iqna.ir/fa/news/4353873