
د ایکنا د راپور له مخې، د کربلا سترې جایزې د قرآن کریم پنځم پړاو سیالۍ به د حسيني آستان د دارالقرآن له لوري د غبرګولي دمیاشتې له ۱۵ تر ۲۲ نېټې پورې ترسره شي، چې د ایران اسلامي جمهوریت به پکې څلور استازي (دوه قاریان او دوه د ټول قرآن حافظان) ولري.
د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او خیریه چارو د ادارې د قرآني چارو د مرکز کارپوه وحید خزایي په دې اړه وویل: یوسف جعفرزاده د هرمزګان ولایت او امید حسينينژاد د خراسان رضوي ولایت څخه د تحقیق قرائت په برخې کې، او محمد لائیني د مازندران ولایت او امیرحسین عطارزاده له یزد ولایت څخه د ټول قرآن د حفظ په برخې کې په دغو سیالیو کې ګډون کوي.
هغه د ټاکنې د څرنګوالي په اړه زیاته کړه: «د کربلا ستره جایزه یوه خپلواکه سیالي ده چې هر کال د تلاوت د فایلونو د لېږلو له لارې د اسلامي هېوادونو یو شمېر قاریان پکې ټاکل کېږي او ګډون پکې کوي؛ خو سږکال د حسيني آستان د دارالقرآن له خوا د ایرانيو قاریانو او حافظانو د لېږلو لپاره رسمي بلنلیک راواستول شو، او مونږ هم د همدې پر بنسټ د ارزونې بهیر ترسره کړ.»
خزایي څرګنده کړه: «ارزونه د تېر کال د اوقافو د قرآن کریم د عمومی سیالیو د ګډونوالو له مینځه ترسره شوه. د قرائت او حفظ د څانګو د لومړي تر اتم مقام پورې د ګډونوالو نوملړ وڅېړل شو، او د ځانګړو معیارونو او ګرافونو په پام کې په نیولو سره، دغه څلور کسان د اوقافو ادارې د قرآني چارو د مرکز له خوا، د قاریانو د اعزام او بلنې د کمېټې (چې د قرآن په عالي شورا کې فعالیت کوي) په همکارۍ او څارنې وټاکل شول.»
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې د ټاکنې لپاره کوم معیارونه په پام کې نیول شوي وو، وویل: «طبعاً د اوقافو د قرآن کریم د عمومی سیالیو لومړی مقام د ایران د نړیوالو قرآني سیالیو ځانګړې ونډه لري، او دوهم مقام هم د ملایشیا سیالیو ته د لیږد لپاره ټاکل کېږي؛ له همدې امله د دریم مقام څخه تر څو ټیټو ځايګیو پورې کسانږ ارزونې ترسره کیږی او په دې شرط چې مخکې ئې په نورو نړیوالو سیالیو کې ګډون نه وي کړی او د اعزام لپاره چمتووالی ولري، د دغو سیالیو لپاره وټاکل شول.»
https://iqna.ir/fa/news/4353964