
یکنانیوز د «الجریده»له قوله راپور راکړ، نوموړي له قرآن کریم سره د ژورې مینې، د قرآن د نسخو او پاڼو د غونډولو او ساتنې، او د الهي کلام د حرمت او سپېڅلتیا په شان د درناوي په وجه پېژندل کېده.
د جرش ولایت اوسېدونکو او فعالانو د دغه اویا کلن سړي پر مړینې خواشیني څرګنده کړه؛ هغه چې د تقوا او د قرآن کریم د درناوي په لار کې د اخلاص او خدمت له امله مشهور و.
هغه یو ژور میراث پرېښود لی چې پکې د قرآن کریم شاوخوا ۲۰۰ زره نسخو ترمیم شامل دی؛ دا کار یې په شخصي لګښت او خپل عملي زحمت سره ترسره کړی و.
ابو زکریا یو نېک انسان و او کړنې ئې لا هم د هغه د اخلاص او د خداي تعالی د کتاب د خدمت ژوندی ثبوت ګڼل کېږي.
د فلسطین د بندیانو د ملاتړي فعال مړینه
په عین حال کې، فلسطین ملي کړیو او د بندیانو د حقوقو ادارو د شنبې په ورځ، د غبرګولي په ۲ ، د حاج محمد ادریس شراونه، مشهور په «ابو ثائر»، پر مړینې خواشیني څرګنده کړه. نوموړی د لسیزو راهیسې د فلسطینيو بندیانو او شهیدانو د آرمان د نه ستړي کېدونکي ملاتړ او په ټوله لوېدیځه غاړه کې د مقاومت د ملاتړ په ملي پروګرامونو او غونډو کې د دوامدار شتون له امله مشهور و.

د فلسطین د بندیانو د کلب عمومي مدیر، امجد النجار، ټینګار وکړ چې مرحوم د بندیانو پر وړاندې د وفادارۍ نښه ؤ او له هغو لومړیو کسانو څخه و چې په ځانګړي ډول د سره صلیب د دفترونو مخې ته یې د بندیانو د ملاتړ په اعتراضونو او غونډو کې برخه اخیسته. هغه به له ځان سره قرآن کریم، د مسجدالاقصی انځور، د بېرته ستنېدو د حق سمبولیکه کلیمه، او د بندیانو او شهیدانو انځورونه ګرځول.
النجار وویل چې ابو زکریا د رسنیو او خبریالانو ترمنځ د خپل ارام او دوامدار شتون له امله مشهور و؛ هغه به د هرې غونډې او فعالیت له پیلېدو مخکې په سکون سره د قرآن کریم تلاوت کاوه.
https://iqna.ir/fa/news/4354259