IQNA

د غزې د بیا راژوندي کېدو هیله؛ د «نور» قرآني مدرسه

4:46 - May 26, 2026
د خبر لمبر: 3492824
ایکنا- په غزې تړانګې کې د جګړې له ورانیو سره سره، په خان‌یونس ښار کې د «نور» قرآني مدرسه هڅه کوي چې د قرآن کریم له لارې د انسان د روحي او معنوي بیا رغونې په موخه، له دوه نیمو کلونو وژنو، بې‌ځایه کېدو، لوږې او محرومیت وروسته، د ژوند نوې هیله راژوندۍ کړي.

د ایکنا د راپور له مخې چې د فلسطین آنلاین له قوله خپور شوی راغلي دي، د دغې مدرسې په یوه کونج کې چې د خان‌یونس په نیمه ویجاړ شوي جومات کې جوړه شوې، ځوانې نجونې د قرآن شریف نسخې په لاسونو کې نیولې ناستې دي او د جګړې او درنو مرګ ژوبلو تر شور او زوږ لاندې، د قرآن آیتونه په ارام غږ سره زمزمه کوي

دغو ډېرو نجونو خپل کورونه او عزیزان له لاسه ورکړي، خو د قرآن د حفظ په دغو حلقو کې ئې داسې پناه‌ځای موندلی چې د هغوی د له لاسه تللي سکون یوه برخه بېرته ورګرځوي.

هدی الفرا، چې د دې مدرسې زده‌کوونکې او غړې ده، وایي جګړې هغه کور ور ویجاړ کړی چې د جوړېدو لپاره یې کلونه زحمت ایستل شوی و او د دوی ژوند ئې په بشپړه توګه له منځه یووړ. هغې په ډک ستوني وویل:

«مونږ په خیمو کې بې‌ځایه شوي وو، خو جګړې ونه شو کړای چې زمونږ روحیه ماته کړي؛ نو ځکه مو قرآن ته پناه یوړه، څو بېرته راپورته شو او په دې سختو شپو ورځو کې یو ځل بیا ساه واخلو.»

هغې زیاته کړه چې دا قرآني مدرسه وروسته له هغې د قرآن د حفظ او دیني زده‌کړو د سیالۍ پر مرکز بدله شوه چې زده‌کوونکو د شهادت، بې‌ځایه کېدو او د خپلو عزیزانو د لاسه ورکولو سختې صحنې تجربه کړې. هغې ټینګار وکړ چې د خداي  د کتاب پابندي دوی ته د مقاومت  قدرت  ورکړی دی او وایي؛ مونږ په قرآن کې هغه څه وموندل چې پرې منګولې ولګوو او بېرته راپورته شو، څو له دې ټولو ستونزو سره سره خپل ژوند ته دوام ورکړو.

التیام جسم و جان در مدرسه قرآن خان‌یونس

رامي الشقره، د نور د قرآن حفظ او علومو د مرکز عمومي سرپرست، وائي چې د دې مدرسې د جوړېدو مفکوره د صهیونیسټي رژیم له جګړې وروسته د غزې د خلکو د رغېدو او د فلسطیني شخصیت د نفسیاتي  او تعلیمي روحیې او جوړښت  لپاره رامنځته شوه.

الشقره څرګندوي چې دا مدرسه د دې لپاره جوړه شوې چې ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري د قرآن کریم او روزنیزو پروګرامونو له لارې د جګړې له نفسیاتي  او ټولنیزو اغېزو څخه وژغوري. نوموړي وویل چې اوس مهال په دې مرکز کې شاوخوا ۸۰۰ هلکان او نجونې زده‌کړې کوي چې عمرونه ئې له کوچنیانو نیولې تر سپین‌ږیرو پورې رسېږي او ځینې یې تر شپېتو کلونو زیات عمر لري. د هر عمر لپاره ځانګړي پروګرامونه برابر شوي دي.

التیام جسم و جان در مدرسه قرآن خان‌یونس

د الشقره په وینا، دا مدرسه یوازې د قرآن په حفظ پورې محدوده نه ده، بلکې د نفسیاتي ملاتړ او عاطفي تشې د ډکولو پروګرامونه هم لري چې د سلاکارانو او ارواپوهانو تر څارنې لاندې ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه چې له ۶۰ څخه ډېر ښوونکي او د قرآن حافظان په دې مدرسه کې کار کوي، او دا ټول د یوه بشپړ تعلیمي پلان برخه ده چې د جګړې له پای وروسته ترتیب شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4353984

captcha