IQNA

7:57 - November 04, 2026
د خبر لمبر: 3493574

د امریکا ډيپلوماسي پر ایران د سلطې او نفوذ لپاره یو پوښښ دی

ایکنا- د اسلامی انقلاب سپاه پاسداران د لړم د میاشتې د ۱۳ استکبار په ضد دمبارې د ملي ورځې په مناسبت پخپلې اعلایمې کې اعلان وکړ: د دښمنانو پر وړاندې مو په ټینګه او نه ماتیدونکي هوډ سره مقاومت کړی ترټولو زیات مخه نیونکي قدرت   لپاره له خپل ټول توان څخه کار اخیستل زمونږ په ایجنډا کې  لومړیتوب لري

سپاه پاسداران

 

د تسنیم خبري آژانس د راپور له مخې، داسلامی انقلاب  سپاه پاسداران د لړم  یا عقرب د میاشتې  د ۱۳ نېټې (د استکبار پر وړاندې د مبارزې ملي ورځې) په مناسبت یوه اعلامیه خپره کړه.

په دغې  اعلامیې کې راغلي دي ،  

د لړم دمیاشتې  دیارلسمه  نیټه ، د نړیوال استکبار پر وړاندې د ایران د شجاع  ملت د تلپاتې مقاومت نښه ده؛ هغه ورځ چې په ۱۳۴۳ لمریز کال کې د امام خمیني (رح) د جلاوطنۍ، په ۱۳۵۷ لمریز کال کې د زده‌کوونکو او محصلینو عام‌وژنه او په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د امریکا د جاسوسۍ د ځالې نیولل د دغه هېواد په تاریخ کې ثبت شول، چې ئې ثابته کړې ده ، د ایران مؤمن او انقلابي ملت به هېڅکله د استکبار د جبهې سلطې او دوکې ته تسلیم نه شي. همدا هغه ورځ ده چې د هېواد په تاریخي کال هینداره  کې په سمه توګه د «نړیوال استکبار پر وړاندې د مبارزې ملي ورځې» په نوم نومول شوې ده.

 په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي،له ایران سره د امریکا د ترهه ګر رژیم دښمني  نه کوم  لنډمهاله اختلاف دی او نه هم کوم  سیاسي ناسم پوهاوی؛ بلکې ریښې ئې د ګټو په بنسټیز ټکر کې نغښتې دي. دا یوه دوامداره سټراټیژي ده چې د ۱۳۳۲ لمریز کال د زمري د میاشتې  د ۲۸مې نېټې له کودتا څخه د اسلامي انقلاب تر بریا او په تېرو ۴۷ کلونو کې یې دوام موندلی دی.

ددغې اعلامیې په دوام کې راغلي دي ، په داسې شرایطو کې چې امریکائي ـ صهیونیستي دښمن د ۱۲ ورځني او ۴۰ ورځني تپلي جنګونو او ورپسې نښتو په ترڅ کې سخت او دردناک ګوزارونه خوړلي دي، د ایران د راپاڅېدلي ملت د یووالي او د پیاوړو وسله‌والو ځواکونو د چمتووالي له امله ئې د بیا تېري او برید کولو وړتیا له لاسه ورکړې ده.

د نړیوال استکبار پر وړاندې د ایران د شجاع ملت د تلپاتې مقاومت نښه

په ورته وخت کې دغه دښمن د خپلې بې‌وسۍ او غوسې په اوج کې د موجودیتي جنګ، نفسیاتي  او رسنیز  جتک ګواښونه کوي او د ایران د زر له منځه وړلو د توهم خبرې کوي ، خو حقیقت درسته نړئ ویني  او نوره په چلولونو او دوکو نه غولیږي .

په اعلامیې کې دغه راز  د درستو قوآؤ له  لوي قوماندان  سره  د  سپاه پاسدارانو د لوړپوړو قوماندانانو  په لیدنې کې  لارښونو او کلک هوډ ته په اشارې سره راغلي دي، د  زیاتره مخه نیونکي قدرت  د رامنځته کولو په موخه، له خپل ټول توان سره مقاومت په لومړیتوب کې دی او د هېواد له نورو وسله‌والو او مدافع ځواکونو سره په همغږۍ او ګډې همکارۍ کې به د دغو لارښوونو په عملي کولو کې یوه شېبه هم ځنډ ونه کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4386963

captcha