ایکنا- د میشیګان ایالت په ټاکنو کې بریالي نوماند، د امریکا مشرانو جرګې ته له لار موندلو وروسته په خپلې وینا کې وویل: مونږ نه غواړو چې زمونږ پیسې د توکمیز توپیر پالنې، نسلوژنې او جنګجګړې لپاره ولګول شي.
ایکنا د راپور د آی ۲۴ خبري چینل په حواله راپور راکړی، د ډیموکراټ ګوند نوماند «عبدالرحمن السید» د چهارشنبې په سهار د امریکا د سنا مجلس ته د میشیګان ایالت په ټاکنو کې بریا ترلاسه کړه او په دې توګه د امریکا د سنا لومړنی مسلمان منتخب غړی شو. دا ټاکنې د منځمهالو ټاکنو له تر ټولو جنجالي سیالیو څخه ګڼل کېدې.
۴۱ کلن عبدالرحمن السید، چې د ډیموکراټ ګوند د پرمختللې سیاسي څانګې غړی دی، وتوانېد چې د جمهوريپال ګوند نوماند «مایک راجرز» ته ماتې ورکړي. راجرز د امریکا د فیدرالي تحقیقاتو ادارې (FBI) پخوانی مامور او د کانګرس پخوانی غړی و.
د آی ۲۴ د راپور له مخې، عبدالرحمن السید د ډیټرایټ ښار په یوه غونډې کې خپلو ټولو شویو پلویانو ته، چې په چکچکو او هڅوونکو شعارونو یې بدرګه کاوه، وویل: هر کله به چې د ټاکنو د پایلو په اړه پوښتنه رانه کېده، ما به تل د «انشاءالله» کلمه کاروله؛ خو نن او نن شپه کولای شو دا «انشاءالله» په «الحمدلله» بدل کړو.
السید وروسته په طنزیه انداز وویل: «د ښي اړخو ډلو لپاره دا عبارت یوازې د خدای تعالی د ستاینې په معنا دی.»
د عبدالرحمن السید د وینا یوه برخه د امریکا او اسرائیلو د عامه اړیکو پر کمېټې، چې د «آیپک» (AIPAC) په نوم پېژندل کېږي، نیوکې ته ځانګړې شوې وه. دغه اداره د ډیموکراټ ګوند په لومړنیو ټاکنو او همدارنګه په عمومي ټاکنو کې د هغه د سیالانو ملاتړ کړی و.
عبدالرحمن السید وویل: «مونږ نه غواړو چې زمونږ پیسې د اپارتاید، نسلوژنې او جنګ جګړې لپاره ولګول شي.»
هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د مالیاتو عواید باید د دې پر ځای، د ښوونځیو، روغتیايي خدمتونو او د هېواد د کورنیو بنسټیزو تاسیساتو د تمویل لپاره ولګول شي.
عبدالرحمن السید څو ځله د غزې په تړانګه کې د نسلوژنې کولو له امله پر صهیونیستي رژیم نیوکې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ټاکنیزو سیالیو په بهیر کې څو ځله د عبدالرحمن السید پر دیني هویت نیوکې کړې وې، هغه یې «خطرناک جهادي» بللی و او د هغه د اصلي نوم پر ځای یې د «محمد السید» نوم کاراوه.
https://iqna.ir/fa/news/4387119